یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان استغفا کړى

د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان استغفا کړى

د میدان وردګ ولایت ویاند عبدالرحمن منګل ويلي دي د میدان وردګ والي ډاکټر محمد عارف شاه جهان دولايت  له څوکۍ څخه استعفی کړې او محمد اشرف غني هم د هغه استعفی منلې ده.ښاغلي منګل وویل: “د والي استعفی منل شوې، خو تراوسه دغه ولایت ته بل والي نه دی معرفي شوی”.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند نجیب الله مطهري ویلي ، چې والي شاه جهان د شخصي مصروفیتونو له مخې استعفی کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *