چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / حامد کرزى ، سردار محمد داود نه دى؛

حامد کرزى ، سردار محمد داود نه دى؛

ارواښاد   قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ٢٠٠٨ ع کال د جولاى  ١٥ د ١٣٨٧ ل هـ  دچنگاښ ٢٥ ، لويه خبره دا ده ،يو تاريخي تجربه  بيا وشي . د افغانستان د وزيرانو شورا هغه جرگې  ، چې  پاکستان سره کېدلې هغه يې وځنډولې ، د هند د سفارت له پېښې وروسته ، چې هندي ديپلومات او گڼ شمېر افغانان ووژل شول ، حکومت او حامد کرزي پېښه پاکستان باندې واړوله ،  بيا يې کېدونکي غونډې او جرگې ، چې له پاکستان سره وې ودرولې ، له بلې خوا ناټو دامريکې په مشرۍ خپل پوځونو د افغانستان ، پاکستان پولو ته نژدې وروستل ، دا ټولې خبرې تمثيلي دي ، د افغانستان داحالت د محمد داود خان د وخت له حالاتو سره ډېر توپير لري ، کله ، چې محمدداود صدراعظم او بيا ، چې جمهور رييس و داسې ورته حالات راغلل او غټ توپير  دا دى ، هغه مهال امريکا ، ناټو ، ايساف پوځونه افغانستان کښې نه  ول  اوس شته ، له افغانستان نه  بهر پوځي عمليات په ټولو دغو خواو پورې اړه  لري څنگه ، چې دننه په افغانستان کښې يې لري.

لومړى دا چې حامد کرزى له ناټو ،امريکا ،ايساف سره په يوه ائتلاف کښې دى ، دوه يم حامد کرزى خپلواک نه دى ، محمد داود خپلواک و. درېيمه دا ،چې محمد داود په خلکو کښې يو څه اعتبار درلود او مخالفان يې  پياوړي نه و، محمد داود خان له کمونستانو سره نژدي شو. او  هغوى له پخواني شوروي اتحاد سره و دا دخلکو خوښ نه و .بيا هم دافغانستان خلک دهغه غورځولو ته چمتو نه ول.

حامد کرزى هغه څه کوي ، چې محمد داود خان کړي و ، پايناب به يې هماغه وي ،چې د محمدداود په مهال شوي و ، د محمد داود خان په صدرات  او جمهوريت کښې افغانستان داسې ژوبل نه و ؛ نو حامد کرزي ترمخه  داود  ډېر وروسته دى ، ناکامي به يې هم ستره وي.

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :

په کامونو کښې يو هم  گنداريان دي ، د سيمې نوم هم دى ، چې له کابل تر آباسين پورې دى ، د گندارا مدنيت همدلته دى ، چې آباسين ((اندوس)) دى ، د افغانستان تاريخ ، چې استاذ کهزاد ليکلى دى ، په هغه کښې د کندارا په برخه کښې وايي ، دا د سيمې نوم دى ،چې د ((ريگ ويدا)) سندرو کښې راغلى  او ځيني خلک هغه ته قومي بڼه هم ورکوي ، د گندارا اوسېدونکي له کابل اسين  بولي  ، څنگه ، چې سندهوگندرا ويل کېږي Sindhou gandhara  ټولو سانسکريت سرچينو کښې راغلي . اوستا هم د يوه پهلوان نوم يادوي ، چې هغه گنداروا دى Gandrawa غښتلي گرشاسب  پنجه ورکوي  ، دا خبره داوستا په ژباړه کښې ، چې دا دمستر له خوا په فرانسوي  شوې ده ، وايي  گرشاسب بابا هېڅکله ماته نه ده خوړلې ، ٥٨٦ مخ گرشاسبkerssospa تل يې برى موندلى دى .

دغه مقابله له گنداراوا سره په سيستان کښې شوي ، چې په لرغوني متن کښې  ساکستانا ياد شوي دي ، د گندارا اوسېدونکي لويديځ خوا ته هم تللي دي .

په داسې حال کښې ، چې د آريانا اوسېدونکي له ختيځ نه لويديځ ته تللي دي ؛ نو کېداى شي ، چې کندهار شوى وي څرنگه ، چې گنداريان هر لوري ته تللي  له امونه اوښتي دي ، سغديا ته هم کنداري وايي . په دې برخه کښې انگليسي سرچيني ليکلي ، چې دوى دآمو د سيند له شمال نه شرقي اروپا ته تللي، په هغو څو تاريخي  اطلسونو کښې ، چې ليکوال ته په لاس ورغلي ، په ختيځ اروپا کښې د ساکانو په نوم ځايونه اوسيمې ليدل کېږي. په دې ليکنې کښې که څه هم بنياد يې د د کهزاد صاحب تاريخ دى بيا هغو برخو کښې ، چې نورو سرچينو په وروستيو کلونو  څه ليکلي او مطلب سره سمون خوري هغه ليکل کېږي.

داندوس مدنيت ، چې په شلمې پېړۍ کښې موندل شوي او د هاتيکو ، چې هوتک دي ، ساک … په برخه کښې په سلهاو کتابونه دي ، چې پښتنوزلميانو ته په لاس ورشي دوى ته به د ډېرو معلوماتو سرچينه شي او ځان به  ښه وپېژني.

سومريان :

په دې برخه کښې په يوه اتلس کښې داسې يوه نقشه ده ، گواکې نيمه آسيا او اروپا د دوى په لاس کښې وه ، په دې برخه کښې ليکوال سره يو اتلس پروت دى ، چې ١٩٩٩٧  م کال نوى سم شوي بيا چاپ شو ، يوولس کاله وړاندې  له ٢٠٠٨ م کال نه  دلته ، چې وکتل شي پښتانه قومونه او د هغوى مدنيتونه او امپراتورۍ دي ، دمثال په توگه د ځمکې هغه نقشه له درې زره کاله تر زر کاله پخوا تر ميلاده ښيي.

ډېر پښتانه دي ، لومړى آريانا ٢٤٠٠ وړاندې  تر ميلاد . دوه يم سومريان ٢٨٠٠ پ م . هاتيک يا هوتک ١٨٠٠ پ م ، څلورم اندوس يا آباسين مدنيت ٢٠٠٠ پ م .

دا ، چې پښتانه له کمونستي ، ديموکراسي او ناسويانالستي افکارو ځان وژغوري. دين ، ناموس او خپلواکي خپل اصول او شعار کړي ، بيا به پښتانه پښتو او پښتونولي وپېژني ، بيا کولاى شي داسې مرکز جوړ کړى  ، چې دا آثار په کښې راټول کړي .

تر هغوى دى دوى هڅه وکړي نور هغه خلک پرېنږدي ، چې له آمو نه تر اټکه دغه تاريخي آثار وتښتوي که څه هم دوى څه نه شي کولاى بيا خپل غږ پورته کولاى شي ددې اطلسونو او نقشو کار گران نه دي  بيا راتلونکي ځوانان کولاى شي په خپل تاريخ  چټک پوه شي . د يوه اطلس نوم ، چې ډېر آسانه موندل کېږي او گران به هم نه وي دا دي :

Hammond

Historical Alas of the World

Newly revised Edition

نه پوهېږو ، چې خوشحال بابا دا چاته وايي :

اى پـــــــــــــــــــــــه خپــــــــــــــــل گــــــــــــــــومـــــــان پړوســـه

لـــــــــــه اصــــــــــــلي کـــــــــــــاره مـــــــــــــــــايــــوســــــــــــه

دا نــــــــــــــه يـــــــــــــــې ، چـــــــــې دى مــــــــــغـــــز وي

بــــــــې دانـــــــــــــــــې هبـــــــــــــــطه بـــــــــــــــوســـــــــــــــه

و خپل و ته ړوند شوي د پردي عيب ته جاسوسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *