چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالب استازي :د افغانستان مسئله دوه بعدونه لري

طالب استازي :د افغانستان مسئله دوه بعدونه لري

د مسکو کانفرانس په څنډه کې طالب استازو د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل

دافغانستان په هکله د مسکو په نني کانفرانس کې چې د طالبانو لوړپوړي هیئت هم پکې ګډون کړی دی ، استازو یې د یو شمېر ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل .

د طالبانو د هئیت غړي مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې : د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د افغانستان ټول مشکلات حل دي ، هغه د خپلي دې خبري د وضاحت لپاره وویل چې د افغانستان مسئله دوه بعدونه لري چې یو یې خارجي او بل داخلي بعد دی د اسلامي امارت موقف دادی چې لومړی خارجي بعد حل شي افغاني بعدد ډیالوګ او خبرو له لاري حل کېدای شي.

نوموړي په مسکو کې ننی کانفراس ګټور وباله او زیاته یې کړه چې تر دې وړاندي زموږ دریځ په نړیوالو سطحه چا نه وو اورېدلی ، او نن دادی دنیاوالو زموږ دریځ ته غوږ ونیو او دا زموږ لپاره یو مهم فرصت وو .

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز وویل که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وزي نو زموږ لاره جهاد دی تر څو چې دوی هم دلته وي په خلاف به یې جګړه لاهم تېزه روانه وي .

نوموړي د اشغال بدو عواقبو ته په اشاره وویل چې د اشغالګرو شتون زموږ هیڅ درد نه دی دوا کړی ،امنیت نشته ، په اقتصادي برخه کې لا هم افغانستان یو کمزوری هیواد دی ، د نشه توکو د کرلو ګراف تر ټولو لوړ حالت ته ورسېد، د خوښۍ او دیني مراسم مو بمبار شول ، په زرګونو ښځي ، ماشومان او نارینه په نشه یې توکو روږدي شول ، په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د حاکمیت په مهال یاد مشکلات یو هم نه وو .

د طالبانو دغه استازي په افغانستان کې دملي یو والي په هکله له خپل لوري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه د افغانستان هر قوم په په ځانګړې توګه اهل تشیع وروڼه افغانستان کې د ژوند کولو حق لري ، او اوس مهال هم اهل تشیع وروڼه د هیواد په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندي ژوند کوي او هیڅ ډول مشکل نه احساسوي .

د یادوني وړ ده چې د مسکو په ننۍ کانفرانس کې د ۱۲ هیوادونو استازي ګډون لري ، د افغانستان په هکله د مسکو دا ناسته چې ټاکل شوې وه تر دې وړاندي دائره شي ، دملي وحدت د حکومت له لوري یې د سبوتاژ هڅې کېدلې چې له یو څه ځنډه وروسته بالاخره نن وشوه .

د سیاسي چارو شنونکی دا غونډه په ټوله کې د طالبانو په ګټه بولي ، او دطالبانو په یو شمېر مشروع غوښتنو باندي د نړیوالو خبرېدل د حکومت لپاره، سرخوږی بولي ، دا غونډه په داسي حال کې رامنځ ته کیږي چې د امریکایي د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان لپاره ځانګړی سلاکار زلمی خلیل زاد څه موده وړاندي له طالبانو سره مخامخ خبري کړي وې ، هغه مهال طالبانو هم ویلي وو چې په یادو خبرو کې د غونډو په دوام توافق وشو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *