یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / خليلزاد سيمې ته دوهم سفر پيل کړى

خليلزاد سيمې ته دوهم سفر پيل کړى

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد   افغانستان او د سیمې هیوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  خلیلزاد د دغه ۱۲ ورځیني سفر هدف د افغان حکومت او  طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل د بهیر ګړندې کیدل په گوته کړي دي

ټاکل شوې  خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې، چې د لړم په ۲۹ مه به پای ته ورسیږي، افغانستان ته د سفر سربیره پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

خلیلزاد د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کیدو وروسته د اکتوبر په میاشت کې هم افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي وو.

نوموړی افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې نورو هېوادونو ته په اوسني سفر سره بیا پر سوله خبرې کوي.

دا سفر په داسې مهال دی چې د پاکستان له بند د طالبانو د یوه مهم مشر خوشي کولو کې د هغه رول د نوموړي ارزښت ډېر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *