یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د مسکو غونډه پيل شوې

د مسکو غونډه پيل شوې

د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د افغانستان  پروخت نږدې دوولس بجې  د روسیې د بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف په خبرو پيل شوه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وینا کې وویل، چې روسیه داسې یو موټی افغانستان غواړي چې هر وګړی پکې خوشال و اوسي.

“روسیه داسې افغانستان نه غواړي چې د بهرنیانو ترمنځ د جګړې ډګر وي”

نوموړي په دې خبرو کې د افغان سولې شورا او د طالبانو د پلاوي ګډون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو لپاره په لار جوړولو کې یو پرمختګ وباله..

پر افغانستان سربېره امریکا هم دې ناسته کې ګډون رد کړی، خو مسکو کې یو امریکايی ډيپلوماټ دې ناستې ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رابرټ پالادینو واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې د کابل په سلا او همغږۍ یې د سفارت دا کارمن دې غونډې ته استولی دی.

هغه زیاته کړه: “د افغان حکومت په همغږۍ د امریکا د سفارت د کاري کچې یو کارمن به دې غونډه کې ګډون وکړي او هلته به خبرې وڅاري”.

د نوموړي په خبره، واشنګټن په دې نظر دي چې ټول هېوادونه د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ وکړي.

“موږ دا ډاګیزه کړې چې د روسیې په ګډون هیڅ حکومت نشي کولی له طالباو سره خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب وکړي”.

هغه دا هم وویل، چې امریکا له ټولو خواوو سره په ګډه د سولې د ملاتړ او اسانولو لپاره ګډ کار ته چمتو ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *