یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / امريکا په کونړ او نورستان کې زوروره جگړه پيل کړې؛

امريکا په کونړ او نورستان کې زوروره جگړه پيل کړې؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال د جولاى ١٣ او د ١٣٨٧ ل هـ د چنگاښ ٢٣ د افغانستان په برخه کښې خبرونه ډېر خپاره شول .
په دغو خبرونو کښې غوره خبر دامريکې خشميدنه او د غچ بمبارد دى ، چې ٢٥ ولسي پلورنځي او همدومره نور کورونه له اوسيدونکيو سره ؛ هر څومره ، چې ول ،خاورو ته يې ننه ايستلي . دنورستان پخواني والي ، چې خبرې يې کولې ، له ژړا يې ځان نه شو نيولى. يعنې خبرې يې نه شوې کولى.
پرون د چنگاښ ٢٢ له طالبانو سره په جگړه کښې نهه امريکايان وژل شوي او پنځلس ټپيان شوي دي . امريکا په يوه ورځ کښې دا د ځان لپاره ډېره غټه مرگ ژوبله بولي ؛ نو ، ځکه يې پر بمبارد پيل کړى . دا د نسل او ملت وژل دي ،کوم بل نوم نه لري.
دوى داسې منلې ، چې طالبانو د يوې ورځې مخکې وژنې ، چې د هسکې مېنې د واده د ناوې ، زوم او کورنۍ د وژلو غچ واخيست، بيا دوى سمدستي لکه ماشومان ، بېرته پر کونړ او نورستان بريد وکړ او ډېر عام وگړي يې مړه کړل .
دوى يعنې امريکايي ځواکونو دا ځل دا پلمه جوړه کړه ، چې دوه زخمي طالبان يې هلته نيولي وه ؛ نو ځکه دوى پرې بمبارد وکړ. په پښتونولۍ کښې څوک پر ټپيانو او ناروغانو بريد نه کوي ؛ځکه، چې روغ نه دي او بشپړ سړي نه بلل کېږي . له بلې خوا ټپيان له ځان څخه دفاع نه شي کولاى.
د مديترانې دهېوادونو اتحاديه يا ټولنه جوړه شوې :
د ٢٠٠٨ ع کال د جولاى پر ١٣ په پاريس کښې ،چې د فرانسې پلازمېنه ده ، د فرانسې جمهر رييس سرکوزي ددغې غونډې مشري کوله . په دغه غونډه کښې دمديترانې د سمندرگي د دواړوغاړو هېوادونو گډون کړى و ، دا نوې ده ،چې اسرائيل به هم په کښې وي.
د اسرائئلو لپاره يې بله سرپناه وموندله ؛ ځکه ، چې اسرائيل هم پر اداري فساد اخته دي .
اسلامي هېوادونه لکه مصر ، ليبيا ، سوريه …. هم ددې غونډې گډونوال ول . دا د اروپا او افريقا ترمنځ يوه بله سيمه جوړه شوه ، چې فرانسه يې خپل ابتکار بولي.
اوس يوه نوې ټوټه بله جوړه شوه ، چې اروپا ، افريقا،امريکا، منځنى ختيځ او د مديترانې اتحاد په کښې برخه لري . د مديترانې د هېوادونو يو والى داروپا ، افريقا ، امريکا او منځني ختيځ ترمنځ يوه بله خبره ده ، چې ډېره غوره ښکاري؛ ځکه، چې امريکا تر دا منځ ډېره ليرې پاتې شوه .
لوى افغانستان او لرغونې مديترانه :
ميخائيل گرانت د لرغونې مديترانې کتاب ليکلى دى، چې د پنځوسو کتابونو ليکوال هم دى. په دې برخه کښې يې ډېرې څېړنې کړي ، چې په دې څېړنو کښې پر افغانستان هم ډېرې خبرې لري .
دا اړينه ده ، چې پښتانه ورو ، ورو ځان په بشپړه توگه وپېژني ؛ ځکه آريايان ، چې له باکتريانا څخه لويديځ لوري ته ځوځېدلي؛ نو دوه يم پړاو يې مديترانه وه ، چې آثار يې آرکيالوجستانو موندلي دي. د تعجب خبره دا ده ، چې زمونږ پښتانه مشران پوهېدل لکه اعليحضرت آزادشاه افغان، لوى احمدشاه بابا، اعليحضرت شاه محمودافغان او اعليحضرت شاه اشرف افغان د مديترانې پر لوري وخوځېدل او هرمز ته رسيدلي وه .
په تاريخ کښې دا څرگنده ده ، خوله بده هغو پښتنو ، چې اروپايي ژبه زده کړه ، خپل تاريخ ترې پاتې شو. يعنې پر کمونستۍ ، سوسيالستۍ ، ناسيونالستۍ ، چې پوه شول ، بيا يې دهغو مرييتوب هم وکړ او پښتونولي ترې پاتې شوه .
څو پښتانه قومونه دي ، چې هر يو يې سل کتابونه غواړي ، چې پرې وليکل شي او دا به بس نه وي . هغه دا دي:
متاني ، سبري ، ساک ، کاسي ، سرماتي ، هوتک ، دراني ، الياني … ليکوال سره داسې کتابونه شته ،چې دغه يې ترې زده کړي دي . که په کار شي هغه ماخذونه به وليکل او څه يې ليکل شوي دي ؛ نو داسې اسناد هم شته ، چې د نه منلو دي . بيا به هم تر خپلې وسې په دې برخه کښې خپله هڅه وکړئ ؛ ځکه پښتنو ته په ټيټه سترگه کتل ډېر شوي. څه ، چې وويل شول فطري خبره ده او ډېره څرگنده ده .
د حمزه بابا ، رحمان بابا او خوشحال خان اشعار ليدل او لوستل له دې ډېر گټور دي، چې اروپايي فلسفې وکتل شي ؛ ځکه اروپايي فلسفې د اروپا د تاريخي شتون زېږنده دي.
غښتلي قاضي عصمت الله روحاني په يوه غونډه کښې پر حمزه بابا يوه پراخه مقاله ليکلې وه ، چې ورځ مجلې هم خپره کړې، خپله لوستې ده. دغه مقاله بويه د يوې رسالې په څېر چاپ شي . کېدى شي دا کار Scprd (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز) وکړي .
وپېژني
دا ځــــــلند حـــــــــقيقت دى ، چې امــــــــــکان وپېـــــژنـــــي
عــــــــــــلت دهــــــــــــــر ممکن به ښه آســــــــان وپــــــېژنـــــــــي
خــــپل ځان هله خپل ځان شي ، چې څــــوک ځـــان وپېژني
بــــــــــــــــې دې څـــــه امـــــــکان دى ، چــــــې جـــــانان وپــــېژني
وحـــــــشت ورتـــــه وايــــــه شـــــي ، چـــــې خرد شــي وارخطا
دا نـــــــه دى لـــــــېونــــــــى ، چــــــــې گريـــــــــــــــوان وپېـــــــژني
يــــــــــــــــو گل د زړه چـــــــــــــاودون له خوشحاله په خـنداوي
حاصـــــــل به جمعيــــــــــــت کــــــــــړي ، چې پــرېشان وپېژني
حمــــــــــــــــزه هغـــــــه مين شي ، چې ارمان يې شــــي کامل
ليــــــــــکــــــــن هغـــــه کامــــــــــل وي ، چې ارمــــان وپېژني
حمزه بابا

مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *