چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کالیفورنیا کې بريدگر په افغانستان کې جنگيالى امريکايي دى

په کالیفورنیا کې بريدگر په افغانستان کې جنگيالى امريکايي دى

د خبرونو له مخې له څيړنو  معلومه شوې چې  د امریکا په کالیفورنیا کې  وسله وال بریدګر د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی او افغانستان کې یې خدمت کړی و.

د  کالیفورنیا پولیس دغه بریدګر داسې را پېژني  ۲۸ کلن سړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو کې یې دنده درلوده او نوم یې ایان ډیویډ لانګ دی.

ویل کېږي نوموړي روحي او رواني ستونزې درلودې.

هغه له دې مخکې د ناسم چلن له امله د ستونزه لرونکو کسانو نوملړ ته ور زیات شوی و، خو د روان کال لومړیو کې د پولیسو د وراني روغتیا څانګې له دې نوملړ لرې کړی و.

بریدګر نیم اتومات توپک په قانوني ډول پېرلی او دې برید کې کارولی دی.

هغه د توپک جاغور داسې جوړ کړی و چې له درېدو پرته ډېرې ډزې وکړي.

پولیس وايي، ښاغلي لانګ سر له پښو ځان پوښلی و.

د شرابخونې مخ ته ساتونکی یې وواژه او بیا ننوت.

ښاهدان وايي، ننوتلو سره یې لاس بم وغورځاوه او وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې.

د پوهنتون تر دوو سوو زدکوونکي په دغه شپه دغه شرابخونه کې نڅېدل.

بورډرلاین ستره شرابخونه له دریو پوهنتونونو سره نږدې ده او تل له زدکوونکو ډکه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *