چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ماسکو په غونډه کې طالبانو د خپلو استازو نومونه په ډاگه کړل

د ماسکو په غونډه کې طالبانو د خپلو استازو نومونه په ډاگه کړل

 

د ماسکو په غونډه کې طالبانو د خپلو استازو نومونه په ډاگه کړل

د ماسکو د غونډې په اړه د اسلامي امارت د وياند څرگندونې
د روان ۲۰۱۸ م کال د نومبر میاشتې په ۹ نیټه د روسې هیواد په پلازمینه مسکو کې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړیږي.
په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي امارت یو پنځه کیسیزه پلاوی ( الحاج محمد عباس ستانیکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدنی او الحاج محمد سهیل شاهین) به هم ګډون پکي کوي، څو ټکي دیادولو وړ دي.
۱ ــ د اسلامي امارت استازي به په غونډه کې د افغانستان د اشغال د خاتمې په اړه ګډونوالو ته د اسلامي امارت موقف واضح او څرګند کړي.
۲ــ دا غونډه له هيڅ لوري سره هم کوم ډول مذاکرات نه دی بلکې؛ د افغانستان د قضیې دحل لپاره سولیزې لارې چارې لټوي.
۳ ــ په دې ناسته کې به د کابل ادارې له پلاوي سره هيڅ ډول مذاکرات نه کیږي.
۴ـــ د دې غونډې مشري به د کابل له ادارې سره نه وي.
۵ــ په غونډه کې له ګډون سره به د اسلامي امارت نړیوال حیثیت نور هم اوچت او پياوړی شي.
۶ ــ د اسلامي امارت دا ډول دپلوماتیکي هلې ځلې د دې خبري شاهدي ورکوي چې اسلامي امارت په سیاسي برخه کې د یوې فعالې، روښانه او خپلواکي پالیسۍ او سیاست درلودونکی ځواک دی.
ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۰/۲/۳۰هـ ق
۱۳۹۷/۸/۱۷هـ ش
ــ ٢٠١٨/١١/٨ م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *