چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په امريکا کې يوبريدگر ١٢ کسان وژلي دي

په امريکا کې يوبريدگر ١٢ کسان وژلي دي

د امریکا په کالېفورنیا کې یوه وسله وال کس پر یوه رستورانت او شراب خونه برید کړی چې له امله يې  د یوه پولیس افسر په ګډون ۱۲ تنه یې وژلي او شاه او خوا ١٢ يې ټپيان کړي دي

 ډزې د چارشنبې په ځايي وخت ماسخوتن یوولس بجې او شل دقیقې د کلیفورنیا د تاوزنډ اوکس په رستورانت شرابخونه پیل شوې.

د کالېفورنیا چارواکي وايي، مشکوک برید ګر په شرابخونه کې د ننه وژل شوی دی خو لا یې هم هویت نه دی مالوم.

چارواکو څه نه ویلي چې د برید ګر انګېزه څه وه.

د رپوټونو له مخې په شرابخونه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وو چې د موسیقۍ لپاره ورغلي وو.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *