دوشنبه , 17 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کندوز کې ۲۰ سرتیري وژل شوي

په کندوز کې ۲۰ سرتیري وژل شوي

د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ  طالبانو د ملي اردو په یوه قرارګاه بريد کړى  چې له امله یې د ملي اردو ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي دي.
په شمال ختیځ کې د پامیر ۲۰ نمبر فرقې ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په کل تراش سیمه کې د ملي اردو په یوه قرارګاه ډله ییز برید کړی،نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې دواړو لوریو ته تلفات اووښتي؛ 
له بل پلوه یوې سیمه ییزې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې په دغه جګړه کې د ملي اردو ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددغه پېښې تاييد کړى  ویلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ په هزارباغ سیمه کې د بیس نیولو پرمهال او شرشرې سیمه کې د لیزري عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو ۲۸ تنه سرتیري وژلي دي.


نوموړي دغه راز د کندوز ولایت مرکز اړوند قرلقو سیمه کې د ۲ امنیتي پوستو د نیولو پرمهال د کنډک قومندان قیوم په ګډون ۱۱ تنه امنیتي سرتیرو د وژلو خبره هم کړې 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *