یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ټاکنو کمیسیون:د رایو پایلې مو سیسټم ته داخلې کړې

ټاکنو کمیسیون:د رایو پایلې مو سیسټم ته داخلې کړې

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ويلي دي ، د ۲۲ ولایتونو د رایو پایلې یې په سیسټم کې ثبت کړې او ټاکل شوې نن د دوو نورو ولایتونو هغه هم ثبت کړي. عبدالعزیز ابراهیمي وویل، دا بهیر د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون، د مدني ټولنو له استازو او د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره په همغږۍ په شفاف ډول مخته ځي. ابراهیمي زیاته کړې، د ۲۷ ولایتونو حساس مواد چې محافظتي کڅوړې هم په کې شاملې دي، په کابل کې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي، خو د شپږو نورو ولایتونو د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به هغه هم کابل ته را ورسېږي. د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، یاد کمیسیون د ټاکنو د درغلیو مواردو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی او په خبره یې سپینې رایې به له تورو هغو بېلي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *