کابل :دافغانستان د سولې عالي شورا پلاوى د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته لاړو
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري رسنيو ته ويلي چې د سولې شورا څلور کسيز پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د سيد احسان طاهري پر خبره د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاءالرحمن سليم شامل دي.
سيد احسان طاهري وړاندې وايي چې پلاوى د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
هغه زياته کړه چې د مسکو د غونـډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلول دي.
نوموړي وويل چې دا غونډه سبا د جمعې په ورځ پيلېږي چې په کې د ١٢ هېوادونو استازي ګډون کوي.