چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه سبا کيږي

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه سبا کيږي

کابل :دافغانستان د سولې عالي شورا پلاوى د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته لاړو

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري  رسنيو ته ويلي  چې د سولې شورا څلور کسيز پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د سيد احسان طاهري پر خبره  د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاءالرحمن سليم شامل دي.

سيد احسان طاهري وړاندې وايي چې پلاوى د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب  د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې د مسکو د غونـډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلول دي.

نوموړي وويل چې دا غونډه سبا د جمعې په ورځ پيلېږي چې په کې د ١٢ هېوادونو استازي ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *