چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / اجمل خټک او مولانا سمیع الحق، یوه ټاکونکې پرتله

اجمل خټک او مولانا سمیع الحق، یوه ټاکونکې پرتله

لیکنه: ملا زړګی

د خوشال بابا په وطن اکوړ خټک کې، د لنډي سیند( کابل سیند) په جنوبي غاړه، د اجمل خټک او مولانا سمیع الحق کورونه څنګ پر څنګ پراته دي.
خټک او مولانا دواړه تقریبا هم عمره خلک وو، چې له تیرو څو لسیزو د پاکستان د سیاسي بیروکراسۍ فعال غړي پاته شوي. مولانا دوه ځلې د پارلمان څوکۍ ته تللی او اجمل خټک هم په ۱۹۹۰ کې د پارلمان او بیا ۱۹۹۳ کې د پاکستان د سنا مجلس غړیتوب ترلاسه کړ.
په مولانا سمیع الحق تورونه و چې د پاکستان پوځي چارواکو ته نږدې دی. مګر د اجمل خټک په باره کې یوازې تور نه بلکې واقعیت دا دی چې په ۱۹۹۹ م کې یې د پاکستان له ظالم دیکتاتور پرویز مشرف سره دومره پۍ پريښودې، چې حتی له هغه سره له ګرمو ملاقاتونو وروسته یې د باچا خان نظریې او هغه ګوند(نشنل عوامي) ته شا کړه چې ۷۰ کاله یې د هغه په چوکاټ کې مبارزه کړې وه. تر دې چې د مشرف او پوځي سټبلیشمنټ په دیکته یې د پاکستان نشنل عوامي ګوند په نوم جلا تنظیم اعلان کړ.
خو کله چې اجمل خټک څو کاله مخکې مړ شو، افغان سیکولرانو ورسره نه یوازې ماتم اعلان کړ، بلکې کال په کال یې د هغه تلین هم ولمانځه. نه یې چا د مشرف د یارانې خبرې وکړه او نه له پاکستاني پوځ سره د تودو اړیکو.
خو نن چې د اجمل خټک ګاونډی مولانا سمیع الحق شهیدشو، افغان سیکولران په اتڼو سر دي. آخر علت څه دی؟ ولې د اجمل خټک او مولانا سمیع الحق د تول لپاره جلا تلې موجودې دي؟
علت یې والله که بل هیڅ وي، پرته له دې، چې اجمل خټک سیکولر او نشنلست و او مولانا سمیع الحق سم مسلمان او دیني عالم.
له اجمل خټک نه د نشنلستي او سیکولر افکارو کتابونه پاته دي او له مولانا نه د د بخاري او مسلم شروحات.
سیکولران ټول سره وروڼه او د واقعي مسلمانانو دښمنان دي. دوی له خپلو همفکرو سره د خواخوږۍ په مخکې هیڅ شی هم خنډ نه بولي. خو متدین مسلمان یې که د خپل پلار زوی هم وی، دی به یې د آی ایس آی زوی بولي.
جنګ د دین او بې دینۍ دی. بس خلاص

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *