یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان جګړه کې ماته او په سیمه کې د امریکا سیاسي حیثیت

افغان جګړه کې ماته او په سیمه کې د امریکا سیاسي حیثیت

شهاب لیوال

کله چې روسیې په افغانستان کې ماته وخوړه او بیا ترې وروسته په۲۰۰۱کال سپتمبرمیاشت کې دنیویارک په سوداګریزو برجونو برید وشو ، جنوبي آسیا له یو لړ بدلونونو سره مخ شوه .
افغانستان هم خپل د سیاسي نقشې او طبیعي ځیرمو ښکار شو ،عراق ،یمن،سوریه کې جګړو زور واخست …

امریکا د افغانستان سیاسي موقعیت او خوندي معدنیاتو دې ته اړ کړه، چې دا هیواد دې اشغال کړي، هو!امریکا فکر کاوه چې دخپل مغرور معاصر پوځي ځواک په مټ به افغانستان کې دڅو اوونیو په طرڅ کې به بری تر لاسه کړي ،خپلو ټولو استعماري اهدافو ته به ځان ورسوي ، دافغانستان له مهم ستراتیژیک موقیت نه به ناوړه ګټه پورته کړي.
خپل نړیوال حاکمیت اجنډا به عملي کړي، دافغانستان تر څنګ د سیمي دهیوادونو طبعي شتمنۍ او زیرمې به تر لاسه کړي.

خو لویه تیروتنه یې وکړه ،زکه انګلیس او روس هم په همدې خوب دې غرنی سیمې ته رادانګلي وه ،انګلیس مات شو ،روسیه له خپل اتحاد سره له نړۍ وپرځیده.

دروند مالي زیان او تر شل زره زیاد عسکر او جنګي قومندانان یې مړه او ژوبل شول ،تر ۴۵۰زیاتې چورلکې یې داور خوراک او لس ګونه زره وسایط یې په افغانستان کې پاتې شول ، په مقابل لوري ،
افغانانو هم لوی تاوان ورکړ ،تر یو نیم میلون زیاد انسانان شهیدان ،لس ګونه زره زخمیان او معیوب،څلور نیم میلونه افغانان ګاون‌ډیو هیوادونو ته مهاجر ،بې سوادي ،فقر …

»روسان تر امریکایانو خپل -لاسپوڅو ته ژمن او وفاداره خلګ وه ،روسانو (امین ،کارمل او نجیب )حکومتونه په قوي نظامي او هوایي تجهیزاتو سمبال کړي وه،عامه تائسیسات،بیا رغونې او اقتصادي پروژې… .
خو برعکس -امریکایان بیا داسې نه دي -امریکایان له روسانو ډیر بې رحمه او افراطي خلګ دي .

»امریکایي سیاستوال او پوهان له دې امله چې د تیرو اوولس کلو راهیسې یې افغانستان کې د امریکا د بری کوم څرک نه لیدل کیږي، اندیښمن کړي او وارخطاء دي ، هغوی ته تر۷۰۰ملیارده ډالر لګښتونه او زرګونه عسکرو وژل کیدل دزغم وړ نه دي، د همدې امله وایې چې مونږ په افغانستان کې ماته خوړلې.
او کوم مثبته پایله یې لاسته نه ده راوړې ،ورځ تر بلې یې خپل سیاسي،اقتصادي او اجتماعي حیثیت له لاسه ورکوي، دجګړې په ډګر کې ماته خوړلې، سیاست کې ضعیفه شوي ، خپل متحدین یې له لاسه ورکړي او په افغان جګړه کې خپل متحده هیوادونه پرلپسې له لاسه ورکوي ،او دا ویره هم لري چې که جګړه وغزوي یواځې به پاتې شي.

له بل خوا په سیمه کې (هند ،پاکستان ،ترکیه او عربي هیوادونه )خپل شخصي ګټو په لټه کې وتلي او کوښښ کوي چې د امریکا له انحصاراو قدرت نه ځان خلاص کړي، او دامریکا خداي دعوې ته د دپاۍ ټکۍ کیږدي

لله الحمد چې »امریکا په خپل اشغالي اهدافو کې پاتې راغلې، که احیاناً یې افغانستان کې خپل موخې لاسته راوړې وای ،له دې وروسته یې موخه منځنۍ آسیا وه ،کسپین بحیره کې نفتي او ګازي ځیرمو ته یې سترګې پټې کړې وې ددیموکراسی او آزادې تر ټیرایستونکو شعارونو لاندې یې شومې موخې درلودې ،خو لکه څنګه چې افغانستان کې ،له خپل محالویش او اټکل نه ډیر ګیر شو ، دمنځنۍ آسیا موخې یې له لاسه لاړې .

سوریه کې روسانو ورسره مخالفت وکړ ، هند خپل اقتصادي راکړې ورکړې روسیې سره ټینګې کړي ،یمن کې پاتې راغلل ،له بلخوا ایران -دامریکا اقتصادي فشارونه سره سره سر ورت ټیټ نکړ ،دا ټول هغه قوي ضربې دي ،چې افغانستان له جګړې یې لیدلي .

»امریکا دې خپل نظامي شتون ته په افغانستان کې پاۍ ټکی کیږدي ،په دې سره به دافغانانو او امریکایانو ژوند وژغورل شي .

د »امریکا انساني او لوړ اقتصادي مصارفو مخنیوی به وشي ،همدا شان افغانان به هم دیو پوره اسلامي امارت ترڅنګ ،ددایمي سولې خاوندان شي ،له تحمیلې جکړې به خلاص شي ،ماشومان او تور سرې به نور په خوب کې په شهادت نه رسیګي ،ځوانان به مو د بې پیلوټه (ډرون)ښکار نه ګرځي او افغان ولس به له ناخوښې او تحمیلې جګړي خلاص شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *