یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / توره ماڼۍ او خزان وهلې ديموکراسي !

توره ماڼۍ او خزان وهلې ديموکراسي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦ کال د ليندۍ اتمه د ٢٠٠٧ م د نومبر ٢٩ مه په داسې حال کښې ،چې واشنگټن ته نږدې اناپوليس کښې د منځني ختيځ کانفرنس پرته له کومې څرگندې پايلې پاى ته ورسېد.
په تهران کښې دبسيجيانو لويې پوځي غونډې ته دايران روحاني مشر خامنه اي يوه غوره وينا وکړه ، په دې وينا کښې يې سپينه ماڼۍ توره ماڼۍ وبلله ، همدا ډول ديموکراسي يې خزان وهلې وبلله ، خامنه اي خوشحاله و، په دې چې داناپوليس په کانفرنس کښې هغه څه ترلاسه نه شول کوم چې د بش طمعه کېدله ، دومره وويل شول چې د2008 م کال ترپايه به يوې جوړې ته ورسېږي ، دامريکا جمهور رييس بش ، ديهودو صدراعظم اولمرټ ا ود فلسطين دالفتح مشر محمود عباس دواړه ونازول، په غېږ کښې يې ونيول او مخونه يې ورښکل کړل په دې غونډه کښې د فلسطين په ديموکراسۍ ټاکل شوى مشر اسماعيل هنيه نه و، هغه ويلي و چې دغه کانفرنس که هره پرېکړه وکړي دوى يې نه مني ، نو خامنه اي سپينه ماڼۍ توره وبلله ، او ډيموکراسي يې خزان وهلې.
دغه کانفرنس په مني او خزان کښې و، خامنه اي د عراق او فلسطين هڅې او مقاومت وستايه، او دافغانستان يې څه ونه ويل ،چې افغانستان کښې ناټو او امريکا دواړه دي او جگړې ډېرې دي ، وژنې هره ورځ کېږي .
د تروريست په نامه چې کله عام وگړي په دې پوه وي ، دوى به څومره نور ودرېږي ، پايناب به سره يو شي ، د ناټو مشر وايي ، چې طالبان کمزوري شوي اوس يې ځانمرگي بمونو ته مخه کړې ، لومړى خوداسې نه ده ، ميدان او وردگو کښې چې حزب اسلامي په نوم فعاليتونه ډېر شوي بيا يو پوځي افسر چې د ناټو وي په تاکتيک او يا پوځي چل ول نه پوهېږي ؟ چې دا خبره کوي افغانستان دېرش کلنه تجربه لري ، اوس لوى او واړه په هرڅه پوهېږي ، دافغانستان او ايران تاريخ د زرهاو کلونو دى او په دې ترڅ کښې يو بل ښه پېژني ، دايران يو شمېر ليکوالو او سياستپوهانو خبرې تللى نه شي ، پا کستان که خپل شتون وساتي هم ډېره ده :
در ته چا ويل چې له يار سره جفا کړه
داغيار سره وفا مهر خندا کړه
(خوشحال)
قطع اين مرحله بي همرهي خضر مکن
ظلمات است بترس ازخطرگمراهي
حافظه خام طمع شرمي ازين قصه بدار
علمت چيست که فردوس براين ميخوا
حافظ
خامنه اي دا خبره وکړه ايران پنځه ويشت کاله وړاندې چېرته و اوس چېرته دى ، دايران ملت اسلامي انقلاب وساته ، او بري ته يې ورساوه ، اوس هم انقلاب پرمخ روان دى ، په ټولو برخو کښې لکه پوځي ، اقتصادي ، علمي او فرهنگي پرمختگ روان دى ، ده وويل ايران اوس سربېره پر پياوړې اردو شل ميليونه بسيجي لري، له دې به هم ډېر وي ، بسيجي تنظيم شوى ملي پوځى دى چې روزل شوى او وسله بند دى ، امريکا دايران لپاره دا کړي چې دعراق او افغانستان حکومتونه يې وغورځول چې افغانستان کښې طالبان و او عراق کښې د صدام حسين دبعث دگوند حکومت .
ايران په زړه کښې له امريکا خوشحاله دى ، په دې ترڅ کښې په اسلامي نړۍ کښې دايران اسلامي جمهوري انقلاب وځلېد، افغانستان ته ناټو راغله ، چې دلته يې کار نه و، ناټو د شمالي اتلانتيک پوځي ټولنه وه ، چې د پخواني شوروي اتحاد لپاره جوړه شوې وه ، په دې کښې دوى غولېدلي دي ، ځکه روسيه لومړۍ ، اروپا او امريکا سره ډېره نژدې شوه ، اوس د لرې کېدو په حال کښې دي ، امريکا د بش د جمهوري رياست په دوو دورو کښې دې ته ورسېده ، چې نړۍ کښې پخوانى حال پاتې نه شو ، هرڅه يې په بېړه وکړل ، که څه هم په دې موده کښې امريکا سره دا هوډ نه و، بيا مهال او لارې يې داسې نه وې ، چې له نړۍ دې ځان لرې کړي تر دې چې دامريکا پلوه عربي هېوادونه هم هم اوس مرسته نه شي کولاى او داناپوليس په غونډه کښې څرگنده شوه په دې غونډه کښې بش بيا دمنځني ختيځ دډيموکراسۍ کولو خبره وکړه اوس دى دومره کمزوري ملگري لري چې محمودعباس او اولمرټ يو فلسطين کښې اکثريت نه لري او بل يې په اسرائيلو کښې هم.
افغانستان او پاکستان کښې هم کمزوري حکومتونه دي ، د چا چې ملگري کمزوري وي په خپله که کمزوري نه وي کمزوري به هم شي ، خامنه اي دا هم ويلي چې امريکا په ورو ورو دکمزورۍ په لورې روانه ده ، نن چې ايران ته ددې خبرې موقعه په لاس ورغلې ،دا دامريکا کار دى دا حالات چې په افغانستان کښې ٧ کاله وشول او ٧ کاله نور چې تېر شي بيا به د تخار د خلکو خبره ده چې د جنوب حالات به شمال ته هم راشي ، ټول افغانستان کښې به خپاره شي، دا کوږ بار ترمنزله نه رسېږي ، نن د ليندۍ اتمه د ١٣٨٦کال داريانا له تلويزون وښودل شول چې د کابل خلکو دغه خبره کوله چې هره ورځ سل تنه زمونږ ځوانان وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *