یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / پاکستان تورنه اسیه بي بي خوشې کړه

پاکستان تورنه اسیه بي بي خوشې کړه

د پاکستان د سترې محکمې له لوري بري شوې عیسوۍ اسیه بي بي له ملتان جېل خوشې شوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اسیه بي بي له خوشي کېدو وروسته د راولپنډۍ نور خان هوايي اډې له لارې د خپلې کورنۍ سره بهر ته لاړه.
پر دې او کورنۍ سربېره یې پاکستان کې د یوه اروپايي هېواد ډيپلوماټ هم الوتکه کې ورسره سپور شو.
خو معلومه نه ده چې اسیه بي بي کوم هېواد ته لاړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *