چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د افغان کډوالو د ستنېدنې پر مهال ويش خبرې شوي دي

د افغان کډوالو د ستنېدنې پر مهال ويش خبرې شوي دي

پرون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د کډوالو چارو وزارتونو چارواکو غونډه وه.

غونډه کې پاکستان کې د مېشتو شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوالو په برخلیک خبرې شوي او د کډوالو له پاره د یوه مهال وېش په جوړېدو هوکړه هم شوې.
ډان ورځپاڼې لیکلي، دواړو لورو منلې چې کډوال به درانه او په تدریجي ډول بېرته ځي.

ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې د کډوالو د بېرته تګ له پاره کوم څرګند مهال وېش نه شته، خو عام فکر دادی چې د پاکستان حکومت غواړي مهاجر کارت لرونکي کډوال د روان کال ډېسمبر پورې او تمه ده چې راجستر شوي کډوال به د بل کال جون پورې بېرته افغانستان ته لاړ شي.

د راجستر کډوالو شمېر ۱.۴ میلیونه ښودل کېږي.

تېرې فرورۍ میاشت کې ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې افغان کډوال به راتلونکو څلور ویشت میاشتو کې هېواد ته راوستل شي.

پرونۍ غونډه کې هوکړه شوې چې د دواړو لورو چارواکي به بله غونډه کابل کې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *