چهارشنبه , 14 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دافغانستان حالات دتاريخي څېړنې له مخې سم روان دي !

دافغانستان حالات دتاريخي څېړنې له مخې سم روان دي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
بهرنى يرغل لکه يوه ناروغي ځان له اغېزې لري، بيا طبيبان ،چې دناروغۍ درملنه ونه کړي ،داغېزو درملنه نه شي کيدى . مونږ بويه تل خپلې تاريخي تجربې په پام کښې ولرو ،بهرنى يرغل که ددين يا دهېواد او خلکو خلاف وي، هماغه دمقاومت او غزا دليل دى .
په اتلسمه پېړۍ کښې ،چې يوولسمه ل .هـ پېړۍ وه ؛افغانستان داسلامي هېوادونو ترمنځ وېشل شوى و. لکه مغلي هند،صفوي ايران او دمرکزي آسيا هېوادونه ،چې ټول اسلامي وه؛ نو دميرويس نيکه لپاره يوه مذهبي او ديني څېړنه په کار وه ،چې دى په ټولو دغو هېوادونو کښې گر ځيدلى او ديني مذهبي عالمانو سره يې اړيکې ټينگې کړې واى . دغه گران نيکه ،چې ځوان و، هند ،بخارا ،سمر قند ،ايران او عربستان ته پخپله په هماغو وسايلو لکه آس اوقچرې ،پلى ،ستړى او تڼاکې پښې ،کله جوړ ،کله ناروغ ،کله وږى، کله تږى گرځيدلى دى . که دده حالات په خپلو ماغزو کښې ژوندي کړو، ژړابه راشي . دايواځې نه دى په خولو اوتڼاکو يې ،چې هر څه تر لاسه کول هغه يې هم پرمونږ لگولي دي .
اوس ،چې لويديځه نړۍ راغلې شپه او ورځ مو وژني کلي او کورونه مو ړنگيږي ؛ددوى زر او زور دى . که دميرويس لار نه وي،بيا به همدغه حال وي،چې دى. کله ،چې دميرويس مهربان نيکه غورځنگ دشاه اشرف هوتک له شهادت سره پاى ته ورسيد،بيا څښتن تعالى مهربان بابا راکړ.(احمدشاه بابا ) ددواړو رسمونه ليدل کيږي هغه هم داحمدشاه مسعود دعکسونو تر څنگه ،چې هرڅه يې نفې کړي؛ نو کوم حالات ،چې روان دي بل ډول کيداى نه شي .
سوالگر اوخپلواکي سوله او امنيت سره لېرې دي ،چې غلا او لوټماري ورسره وي تعصب ،منم ،نه منم هم وي، سرور، سردار ،باداران ،ناټو او امريکا هېواد نيولى وي .
دلته دميرويس نيکه اواحمدشاه بابا لارې خيالات يو مخ دچاپه ياد نه دي . تر دې ،چې دديموکراسۍ او دبيان دآزادۍ په پلمه په ناوړو تورونو ياديږي . بيا هم دافغانستان خلک ددوى درناوى دزړه له کومي کوي . ټول پښتانه يې خپل نيکه او بابا بولي ،دادى ،چې سوله ،امنيت نشته ددې لپاره ،چې دين ناموس خپلواکي نه ساتل کيږي ،وداني او آبادي پخپلو مټو سم دي ،نه دبل په مټو.
اوس دومره حالات ويجاړ دي ،چې يوه نه ده هرڅه برباد دي ،وژل ،لوټ او دروغ دورځې چار دى. حالات به هله بدل شي ،چې مونږ پلار او نيکه وپېژنو .
امريکا کښې څوک له چانه دپلار دنوم پوښتنه نه کوي دمور نوم يې پوښتي .
او دوى افغانستان کښې هم داکوي ،چې پلار يې څرگند نه وي مور يې څرگنده وي . بيا داسې حکومت ،چې امريکاسره په ائتلاف کښې وي ،ناټو او نورو يې اسلامي هېوادونو سره بيا وايي وسله په ځمکه کيږدئ ،راشئ همدغه حکومت او قانون ومنئ زر به درکړو ، زور هم لرو .
او داخبرې شوي دي ،خوشحال ويلي :
چې دنفس په حکم درومي هغه خوار وي
سړيتوب ورڅخه مه غواړه شيطان شي
په دې خبرې کښې ابهام نه ليدل کيږي يعنې داخلک شيطانان دي. گرشاسب بابا په زرها و کاله وړاندې داويلي دي ،چې تاريخ کښې راغلي .
هر استاد سره چې کښينې يو څوورځې
دهغه هنر په ده کښې نمايان شي
داخبره څرگنده ده ،چې داروپايانو له راتگ سره افغانستان هر څخه له لاسه ورکړل ، بيا په دې کښې هغه افغانان وبالمن دي ،چې ددوى تر مخې هرڅه کوي هم جگړه کوي هم نڅا،خپله اراده نه لري انگليسانو سره سرداران ول ،روسانو سره کمونستان ،امريکايانو سره ټول دي ،چې ديموکراسي ده . افغانان په دې نه پوهيږي ،چې ديموکراسي څه ده او کمونستي څه ته وايي ؟ دواړه وژل ژوبلول کوي او بيا ولې راغلي ؟
يوه پلمه وي ،چې شوروي اتحاد ويل مونږ افغانستان له امريکې ساتو ،چې را روانه ده. امريکا هغه وکړل ،چې بخاراکښې غلا شوې وه. په حلب کښې يې دبل سړي سر وواهه ،چې غلا تا کړې .
اوس خلک پوهيدلي ؛ځکه په تلويزيونونو او اخبارونو کښې وايي ،چې دکمونستانو خلق او پرچم ،شعله اوستم ټول امريکا جوړ کړي وه،چې يوه پلا روسيه افغانستان ته راولي، بيا به وگوري ،چې دافغانانو وسلې پيسې امريکا ورکوي . هغه مهال يو شمېر افغانان ول،چې وسله به ددوى په لاس پېرودل کيدله ،چې په څرگنده خپله نه وي .
کله ،چې جهاد پاى ته ورسيد هغه افغانان يې پرېښودل ،چې پخپله خپل ژوند وکړي .
خوشحال خان دپښتنو لپاره خپل فيلسوف دى او هغه ،چې دمغلو پر مهال و سمه خبره کوي او داسې وايي :
چې مغلو سره کښيني نو مغل شي
له افغان سره چې کښيني نو افغان شي
دخوشحال سره که کښني يو څوکاله
دا دغره خټک به واړه شاعران شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *