یکشنبه , 16 دسمبر 2018

پښتانه په تاريخ كې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

لومړى دا، چې چاته پښتون ووايو ؟
پښتانه (( ونه)) او ” څانكې ” دي او څه دپاسه پنځه زره كاله مخكې په داسې ځايونو كښې ول، چې اوس هلته نشته او دا د نه منلو ده.د بېلګې په توګه اوسنۍ تركيه ياكوچنۍ اّسيا دلويو پښتنو ټاټوبى و .
په افغانستان،پېښور او كويټه كښې، چې كوم تاريخونه ليكل شوي هغه ما نه يوازې دا ،چې كتلي ،بلكې را سره اوس هم شته؛ خو هغه كتابونه، چې له هغو څخه مې خپل مطالب اخستي دي، هغه نوي دي.هغوى، چې تاريخ ليكلو، هغه مهال دغه كتابونه نه ول. اوس ،چې شته چا نه دي كتلي ،خو كيداى شي ويې ګوري .دا كتابونه يو دوه نه دي، په سلهاو دي.
دافغانستان موضوع كږه وږه شوه.
د 1384 لمريزكال دغبرګولي په پنځمه په واشنګټن كښې حامدكرزي او بش داو منله، چې دامريكا پنځه نظامي اډې به په افغانستان كښې جوړېږي .
پښتانه دا مهال په افغانستان كښې اكثريت ،خو په پاكستان كښې دوه يم اكثريت دي. په بلوچستان ، پښتونستان او افغانستان كښې ميشت پښتانه ګډ تاريخ لري.
زما دغه لېكنه او دغه نقشه ددغو پښتنو لپاره ده، چې دلته مې د هيتيتي له كتاب څخه، چې اكسفورډ كښې چاپ شوى ، راوړې ده.
دكتيبې له مخې وينګلر ته څرګنده شوه، چې دغه كتيبې دمصر دفرعون،چې اروپايان يې فيرو بولي (دوه يم رامسس II _ Pharaoh Ramesses)او دهيتيتي دبادشاه (هاتيتوسيليHattusili) ترمينځ يو سياسي تړون دى.
كه څوك دډيپلوماسۍ تاريخ لټوي ؛نو دوه زره كاله وړاندې تر ميلاده يې همدا غوره بېلګه ده.
څوكاله وروسته يوبل پوهاند بيدريښ هرو زيني Bednich hroziny ومنله، چې دهيتيتي دژبې څرنګوالى به وښيي. دى دې نتيجې ته ورسيد، چې دغه ژبه ((اندو اروپايي))گ ژبه ده، چې د” مسو او جستو ” ( برونز Bronze ) د مهال له ژبو سره توپير لري.
زه د((اندو اروپايي)) له اصطلاح سره مخالف يم ؛ ځكه دسړي ذهن ته هند او اروپا راځي .لكه، چې ګاونډيان وي. دهند او اروپا ترمينځ لويه ځمكه پرته ده، چې سند، افغان، ماوراّ النهر، ايران سوريه او عراق پراته دي. دا معامله همدلته ده، نه په اند او اروپاكښې .
داّريايانو ځمكه همدا ده ، ژبه يې هم ددوى ده، چې هند او اروپا ته تللې . يعنې ټاټوبى يې دلته دى ،خو د ژبو په مخ لارې بندې نه دي.
تاريخ پوهانو سمدلاسه يو نوم ددغه مدنيت لپاره، چې موندل شوى، دهاتيتي نړۍ غوره كړ.
دوى داسې وسله درلوده، چي تر دې وخته فكر كېده، چې دغه ډول وسله به نوې وي،خو داسې نه وه، ډېره پخوانۍ وه.
دهاتيكو ټولنه او قوانين نړۍ ته نوي وه او همدغه كبل (لامل) و، چې هغه يې دهاتيكو نړۍ و ګڼله. [اوس هم هغو ،چې دپښتنو سپېڅلې ټولنه ليدلې؛ دوى ته يو بل جهان ښكاري او پښې يې ورپسې لوڅې كړي، چې دغه ټولنه او ملت ګډ وډ كړي.
ديو شمير پښتنو دانظرو، چې هرڅه وليكل شي ،څو هر څه ليكلي پاتې شي.ما دې كار ته ملا وتړله او د ليكلو ،لوستلو او څرګندولو زيار مې ومنلو.
په هره توګه مسعودي، چې په 332 هجري كښې خپل كتاب ((مروج الذهب)) ليكلى ؛ وايي، چې له نړيوال توفان څخه وروسته سوريانو بېرته ښارونه جوړ كړل او ونې يې وكرلې. دى غزني، بست ،داور او دغه ټوله سيمه دنوي مدنيت لومړنى ځاى بولي .
دانړۍ بيا ويجاړ ېږي او ورانيږي،خو بيا به يې پښتانه جوړوي.كه پښتانه پاتې شي؛ځكه خپله پښتانه اوسمهال دظاهرشاه له پاملرنې څخه په غلځي او ابدالي وېشل شوي دي ].
ددغې امپراتورۍ پلازمينه Hottusa او پادشاه يې دغه مهال Hattusili و. دلته ليدل كېږي، چې دقوم ځاى او د پادشاه نومونه سره نژدې دي.
[لكه داحمدشاه بابا په مهال،چې كندهار احمدشاهي و . كومه سكه، چي د مسو ده وهلې پرهغې احمدشاهي قلوس ليكل شوى او پر بل مخ يې دګل بوټي دي . له دې ښكاري،چې احمدشاهي د دولت نوم دى.] دهاتيكو امپراتوري داناتولې له سيمو راپاڅېدله او دهيتيتي دځمكې يا ستان په نامه يادېدله.
په اووه لسمه پيړۍ كښې له ميلاده مخكې او په وروسته پنځو پيړيو كښې د”برونز” دعصر پاى و. [سوريه اوعراق وغځيدل. ددوى ژبه اند و اروپايي وه او د يوې شاهي كورنۍ له خوا چلېدله. ددوى داصل اړيكه هم هماغو ډلوسره وه، چې اندو اّرين يا دېږي.
كه پښتنو ته وګورئ دلويديځ دپوهانو له نظره پخپله او ژبه يې اندو اروپايي دي. يعنې پخپله اّريايان دي او ژبه يې پښتو دسانكريت له كورنۍ ده .
زه له دې اصطلاح سره، چې اندو اروپايي دي، موافق نه يم او دلايل هم ورته لرم. حتا داخبره، چې اّريايانو يو زر و پنځه سوه كاله مخكې له ميلاده هجرت كړى، هم سمه نه ګڼم.
كله،چې په 1920 ع كال كښې د سندهـ دحوزې مدنيت وموندل شو؛ نو داسوال مطرح شو، چې دوى څوك ول، چې درې زره كاله مخكې يې دغه مدنيت درلود؟] داكسفورد چاپ ((دهيتيتي جهان او ټولنه)) په كتاب كښې زمونږ مطلب، چې هيتيتيان هوتك دي، راغلى دى. دغې جملې ته پام وكړئ .
دكتاب په 144 مخ كښې دهيتيتي پخوانى نوم هاتيك او تارو و، دلواڼي نوم تاهرونت
In Anatolia his pre-httiti hatic name was taru.
}په لرغونو مدنيتوكښې د ارباب النوعو يا وړو خدايانو ذات او صفات سره بېل شوي وه. يعنې ددوى له نوم سره صفتونه تړل شوي وه او دانسانانو په څېرول ،خو تقدس يې لاره.
واحد او لاشريك خداى په اسلام كښې راغى، چې مونږ يي په كلمه طيبه كښې وايو او ايمان پرې لرو.
دځينو قومونو او اشخاصو نومونه له پخوانيو نومونو څخه پاتې دي، چي اوس په عادي څېر كارول كيږي. لكه عبدالرحمن يا عبدالرحيم، چې عبد بنده دى. كله دنوم معنا دخداى وي يا دعبد په ځاى محمد وي يا يې بڼه اوښتې وي. لكه عبدالرسول، چې درسول بنده نه شي كيداى او محمد علي، چې عبدالعلي هم ويل كيږي.
همداسې دي پښتو نومونه، چې هاتيك، لواڼي او تارو ياديږي . او ورسره ادب پال، وال … كليوال ، ناسرادب يا ناسرپال … ځينې دومره لرغوني نومونه دي، چې په لومړي سريې پوهېدل ګران دي. دپښتنو په قومونو كښې په سوونو نومونه داسې هم دي، چې دتاريخ څيړل يې تراوسه نه دي شوي.
متاني ، لوديان ، ساك ، هاتيك ، سبري ، لواڼي ، سوريان ، پاكتيان …..همدا د قومونو نومونه كله د افرادو يا دځايو نومونه شى .لكه كابل خان ، غزنى ګل ، هوتك خان ، منګل خان ، ابدال خان….
كله، چې تركيې، عراق او سوريې ته نورخلك راغلل، له ځايي اوسيدونكيو څخه ځينې هلته پاتې شول،اوس يې ژبه اوكلتور اوښتى دى يا افغانستان ته راغلي او خپل نوم يې ساتلى دى{ .
لودي ، لوديا : دا هم دلرغونو پښتنو يو غښتلى قوم و، چې هيرودت له دوى څخه ډېر معلومات ليكلي دي. په حقيقت كښې دغه دهيرودتس تواريخ دپښتنو ددغو ځايونو او قومونو په باب غوره معلومات لري او د پاكتيا، پاكت ، پاكتي ، ساك ، سور ، لودي او نورو قومو نويادونه كوي.كوم قومونه، چې هيردوت يادكړي، وروستي تاريخ پوهان ور پسې ګرځيدلي؛ نو، ځكه هغه ته دتاريخ پلار وايي.
ديونان ارباب الانواع:
داسلام لوى توپير له نورو اديانو سره دادى، چې په اسلام كښې ايمان پر غيب روا دى،خو نور اديان د وړو خدايانو، چې په انساني څېره دي، عقيده كوي، چې ډېردي يا يې شكلونه اوڅېرې جوړې كړي يا د نورو ډيرو مادي شيانو لكه اور، اوبه، لمر، سپوږمۍ ….
په دې لړ كښې يونان تر نورو ډير ارباب الانواع لري په هغو كښې ځينې خلك له اّسيا څخه ورغلي چې ډېر يې له افغانستان څخه دي. دا دتعجب خبره ده، چې نورستانيان ځينې خلك يونانيان بولي ، چې له سكندر سره راغلي دي. حال دا،چې له نورستان څخه يونان ته نورستانيان تللي ؛ځكه دوى ورسره څه نا څه ورته والى لري، چې بېلګه به يې وروسته وړاندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *