یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دافغان ولس خواخوږی ولاړ

دافغان ولس خواخوږی ولاړ

نوراحمد کندهاری

په ډیرې خواشینۍ سره مې د مولانا سمیع الحق صاحب دشهادت خبر واورید. له شهیدمولانا صاحب سره نه دخپلوۍ رشته لرم.نه په دنیوي کاروبار کې ورسره شریکوم.نه کوم ولسمشر و او نه هم کوم لوی پانګوال چې څه ګټه یې راته رسیدلې وي او یایې له وارثانو څه طمعه ولرم.خو شهادت یې د یو افغان په صفت ډير ودردولم!.

ولې؟!

ځکه : کله چې د سره کمون سرو لښکرو دترکي، امین، کارمل او نجیب په مکرره غوښتنه او غوڅ ملاتړ زموږ پاکه خاوره لاندې کړه.دافغان ولس پر جونګړود سکاټ او نیپال خونړی ناتار شروع شو. دوینو ویالې روانې شوې. دکونډو او یتیمانو غلبلې پورته شوې او دافغان ولس دجنیو سایډ لړۍ پیل شوه. افغان ولس دوې لارې درلودې یابه یې خدای نکرده مارکسیزم- لیننیزم ته سر ټیټولای او یا به یې غوښې او هډوکي دروسي ټانګونو ځنځیرونو کې ریزمریز کیدلی.

په پورته ذکر شوي بد حالت کې ملیونونه هیوادوال پاکستان ته مهاجر شول. ګومان کیده چې ځایې پښتون ملتپال به تر هرچازیات دافغان کډوالو هرکلي او ملاتړ ته راوړاندې شي،خو نه داسي و نه شول. نه یوازي داچې د پښتونستان او پښتوخواه دعوه کونکواو د عدم تشدد لارویانو له مهاجرو اومظلومو افغانانو سره په همدغه بده ورځ کومه همکاري ونه کړه، بلکې دعدم تشدد پېروانو له افغان کډوالو سره نه هېریدونکی تشدد وکړ. دخان شهید او پاچاخان پېروانو به په افغان مهاجرینو ملنډې وهلې، لارو- کوڅو کې به یې دمهاجره او کابلیه کله به ځې! نارې او چیغې وهلې او دافغان مهاجرو خېمو ته یې اورونه اچول او…… مګر په دغه ځای او وخت کې مولانا سیمع الحق صاحب دافغانانو دهجرت او جهاد ملاتړ وکړ، خلک یې له افغانانو سره مرستې ته وهڅول او دافغانانو دمظلومیت اواز یې اوچت کړ.

کله چې امریکایي بوش دصلیبي جګړې اعلان وکړ او همدا جنګ یې دکرزي، اشرف غني او…. په بې دریغه ملاتړ او خوښۍله افغانستانه پیل کړ. پر دولتي او شخصي ملکیتونو، مدرسو، مسجدونو،ښوونځیو،روغتونونو،کورونو او بازارونو صلیبي وحشیانه بریدونه شروع شول. دکروز، بې ۵۲ او کلسټر په ګوزارونو کې دافغان میندو او ماشومانو غوښې سره ګډې شوې.سپین ږیري او ځوانان ددیني او سوچه افغانیت په جرم دګوانټانامو بنديوان شول. عالمان او طالبان دټروریسټ په نوم په مختلفو بڼو شکنجه او شهیدان کړل شول. نړیوالو پر افغان ولس روان صلیبي وحشت لیده، خو دبوش او بلېر له ډاره یې خوله نشوای چوله ولای،مګر مولانا سمیع الحق صاحب په همدغه وخت کې په خورا جرئت سره دسکوت صلیبي طلسم مات کړ، په ډاګه یې وویل چې امریکې پر افغانستان ناروا قبضه کړې،ظلم او تجاوز یې کړی، افغانان مظلومان دي،خاوره یې غصب شوې، دخپلې خاورې دازادۍ حق لری.

شهید مولانا سمیع الحق صاحب دجمعیت علماء اسلام(س) مشر او دسترې دیني مدرسې( دارالعلوم حقانیه) مهتمم او استادو. په زرګونو دنبوي احادیثو شاګردان یې روزلي. په مدرسه کې یې دمنځنۍ اسیا دطالب العلمانو ترڅنګ لوی شمېر افغانانو هم دیني زده کړې ترسره کړي دي.

په معاصره نړۍ کې چې دادیانو دتعادل،بشري برادرۍ او عدم تشدد نارې ډنګول کیږي.د شهید مولاناصاحب جرم داو چې د یوې لویې دیني او تعلیمي ادارې( دارالعلوم حقانیې) چارې یې سمبالولې او بل داچې پرون یې دشوري ضد افغان جهاد ملاتړ کاوه او نن یې دامریکایې یرغل ضد افغان جهاد ننګه کوله. پرون یې هم ویل چې افغان مظلوم دی،خاوره یې یرغمل شوې او نن یې هم ویل چې پرافغانانو ظلم شوی، وطن یې اشغال شوی. ګومان کوم مولاناصاحب به دخپل همدغه سوچه دیني دریځ او شهامت له امله دسې آی اې او موساد اجرتي قاتلانو شهید کړی وي.

زه ( لیکوال)د یو افغان په توګه پر دیني اخوت سربیره د مولانا صاحب پورته ذکر شوي موقف د نوموړي په شهادت ودردولم. خومولانا صاحب ډير نیکبخته دی. داسي ویاړلی مرګ(شهادت) یې په برخه شو،چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یې تمنا کوله. مولانا صاحب داسلافو پرلاره ولاړ.هغه سیده او ښایسته لاره چې په قران کریم او احادیثو کې یې بې شمېره فضیلتونه بیان شوي.دشهادت ویاړ معمولا ځوانانو ته میلاویږي،خو دابیا دمولانا صاحب یوه بله نیکمرغي هم ده چې پراخ دیني خدمت یې وکړ،لسګونه زره شاګردان یې ددیني علومو په ګېڼه ښایسته کړل،لویه دیني درسګاه یې دجاریه صدقې په شکل پرېښوده او اتیا کلنۍ کې یې دشهادت جام پر سر واړاوه.

مبارک دې وي

نحسبه کذالک

دښمنان یې ذلیل او دوستان یې ښاد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *