یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / اشرف غني بياځلې کانديديږي خو افغان کډوال ترې هير دي

اشرف غني بياځلې کانديديږي خو افغان کډوال ترې هير دي

ليک: فضل قادر انډيوال

تېر ځل په جلال اباد کې اشرف غني د ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي وه چې له افغان کډوالو پرته افغان ملت نيمگړى دى ، دادى  د همغه ځل ټاکنو له لارې د بريالي شوي حکومت دروه يې  پوره شوه  خو افغان کډوال يې ستانه نه کړاى شول او په دې چاره کې ناکام شو

دافغان کډوالو غټه  شميره دامهال په پاکستان کې ده  خو داشرف غني پر مشرۍ حکومت له پاکستان سره داسې پاليسي غوره کړه چې نه پر دوستۍ ولاړه وه او نه پر دښمنۍ ،  نو په پاييله کې  د دې ناڅرگندې  پاليسۍ تاوان په پاکستان کې پر ميشتوافغان  کډوالو پريوت  او دواړه اړخونو ته ميشت پښتانه هم ترې تاواني شول .

خو پر افغان کډوالو يې اغيز ډير راڅرگند شو، لومړى اغيز يې دافغان پاسپورت ترلاسه کيدا بيا د پاکستان ويزه ترلاسه کول او بيا بيا په شپږو مياشتو کې هره مياشت يوه ځل پر پوله دووتو(خروج او ننوتو دوخل) ټاپه وهل ستره ستونزه ده

د  ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو ترمنځ چې څومره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول ډيريې بيرته په قانوني (پاسپورت ويزه ) او ناقانونه لارو پاکستان ته کډوال شول ، ځينې يې اروپايي هېوادونو ته پر سختو لارو د تگ هوډ وکړ

که اشرف غني بيا ولسمشر شي نو ايا دافغان کډوالو بيرته ستېندنه به خپل پاتى  نيمگړى کار وگڼي او که نه ؟؟؟؟؟؟

پاکستان  د افغان کډوالو د بې برخليک پاتې کېدا څخه سرټکوي ځکه لومړي وزير عمران خان خپل ولس او پارلمان ته په ښکاره ټکو ويل چې له  دوى  کډوالو سره څه وکړو؟؟  ، دکډوالو  قانون له مخې يې  په زوره (جبر) ويستلاى نه شو

نو اړ يو د بشري حق له مخې تابعيت وکړو چې دا خبره دافغانستان د کډوالو چارو وزير  بلخي وستايله او دافغانستان  د بهرنيو چارو وزارت پرې چوپه خوله شواو په پاکستان کې پرې مثبت اومنفي غبرگون ښکاره شو

خبره د اشرف غني د بيا کانديداتورۍ  پورې کوو چې  په بل ځل ټاکنه کې به په پاکستان کې دافغان کډوالو د بيرته ستنېدنه په اړه  څرگنده تگلاره غوره کړي او که په همدې ناڅرگندې تگلاره به تگ کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟

ځکه افغان کډوال  افغانستان ته تگ راتگ له مخې يوډول بند او حصار پاتې دي دقانوني شرايطو پرته ازاد تگ راتگ نه شي کولاى

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *