یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / اسلامي امت له یوه سترمحسن څخه محروم شو !!

اسلامي امت له یوه سترمحسن څخه محروم شو !!

نوري

داسلام اودیني ارزښتونوابدي اوازلي دښمنانوپه هغه بزرګواره علمي اومذهبي هستي  شیخ القران والحدیث مولاناسمیع الحق نورالله مرقده هم رحم اوصرفه ونکړه چې دعمراوناروغۍ په لحاظ دومره کمزوری اوناتوانه وچې دبل چاله مرستي اوتکیې پرته به تللی هم نشو.

وړمه ورځ دجمعې په مازدیګردپاکستان دپنډۍ  ښارپه خپل کوراوبسترکې څوتنه درنده صفته انسانانوپه خورابیدردۍ دچړواوبرچوپه توسط نوموړی شهیدکړ، په جنازه کې یې لسګونوزره خلکوبرخه واخیسته اوپه دارالعلوم حقانیه کې دخپل والدګرامي شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمه الله ترڅنګ دفن کړل شو( انالله واناالیه راجعون)

شهید مولاناسمیع الحق په دې سربېره چې یوجید، زبده اوبابصیرته دیني عالم و ، داسلامي امت په کچه هغه ویښ ، ریښتینی سیاسي اومبارزشخصیت هم وو چې په هرمیدان اوهرې حساسي موقع کې به دمسلمانانوله غږ اومظلومیت سره همراهي کوله اولکه یوفولادي غربه داسلامي ارزښتونو، دیني تهذیب اوجهادي اقدارودفاع ته دریده

شهیدمولاناسمیع الحق رحمه الله دژوند ټوله برخه په درس تدریس ، شاهکاره تالیفاتوسربیره په پاکستان کې دامریکا اوغرب د دسیواوتوطیوپه مقابل کې له ګوتوپه شمېرسیاسي اومذهبي مشرانوڅخه وو ، دفلسطین ، افغانستان ، کشمیر، بوسنیا، عراق اونورواسلامي ملکونوکې چې دکفارواواشغالګروله لوري کوم مظالم روان دي شهید شیخ صاحب یوه ورځ هم دهغوی له حقي دفاع اوخواخوږي څخه لاس په سرنشو

په خاص ډول چې کله په افغانستان دپخواني شوروي اتحاد لښکرو یرغل راووړ شهید مولاناسمیع الحق رحمه الله  دخپل مرحوم پلار په نقش قدم دمظلوموافغانانوکلکه اوهراړخیزه ملګرتیاوکړه دمجاهدینو اومهاجرینو د دلجويي اوحوصله افزايي لپاره به دهغوی غونډواوناستوته ورته دافغانانوسترهمت اوقربانیوته به یې دعقیدت پېرزویني وړاندي کولې ، دغه رازبه یې همیشه دجهادي تنظیمونوترمنځ دوحدت اوهمبستګۍ هڅي کولې دمجاهدینودموقف اودریځ به یې دخپل هیوادپه سطحه اوهم په نړیواله کچه دحمايې اومرستي غږ بدره ګه  اواوچتاوو.

دغه ډول چې کله په افغانستان امریکا اومتحدینویې یرغل راوړ شهیدمولاناسمیع الحق دخپل حق پالونکي دریځ اودیني مکلفیت له مخي له افغان مظلوم اومجاهدولس سره ودرید دهغوی اخلاقي اودیني ملاتړته یې په سختوشرایطوکې دوام ورکړ.

لکه څنګه چې دشهیدشیخ صاحب دشهادت په اړه  داسلامي امار له لوري په خپره شوې  اعلامیه کې راغلي : په مولانا صاحب وژونکی برید بې له شکه چې د اسلام د دښمنانو کاروو، هغوی نه غوښتل چې لکه مولاناسمیع الحق (رحمه الله) غوندي یو پیاوړی او مصمم شخصیت اسلامي امت ته د ویښ تابه درس ورکړي او له اسلامي ارزښتونو اودیني تهذیب څخه په حقیقي معنادفاع وکړي.

الله پاک دي دشهیدشیخ الحدیث مولاناسمیع الحق نورالله مرقده ټول ترسره کړي دیني اواسلامي خدمتونه په خپل دربارکې قبول وګرځوي اودهغه په لاس اوبرکت جوړشوي دیني بنسټونه اوبل مشعلونه دې تل پاته اوشغلور واوسي  .

اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه اللهم أنزله منازل الصديقين والشهداء والصالحين وحسن أولئك رفيقا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *