یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / شعر دشاعر له نظره

شعر دشاعر له نظره

 

س سيرت

د شعر په اړه ادبپوهانو بېلا بېل نظرونه څرګند کړيدي پدې نظرونو کې دنقادانو نظرونه که راټول کړو سره دبېلا بيلو نقدونو په اصطلاحاتو کې به يې توپير وليدل شي خو د مانا او مفهوم په لحاظ سره يووالې لري

نقادانو شعر ته په کم نظر نه دي کتلي خو په ټولنه کې يې دژور بدلون په باب دشاعر سره نظر نه دي يو کړى

وايي تاريخپوهان په خپل تاريخ کې مسلکي روڼتيا ساتي خو شاعران ځکه دټولنې په سم بدلون کې مرسته هغه چې لازمه  وي نشي کولاى،  دليل دا وړاندې کوي چې له پخوا نه درباري شاعري موجوده وه چې اوس ئې سياسي نوم خپل کړيدى خپل سياسي بدلون دشعر په ژبه غواړي چې دڅه مودى وروسته ورته په هغه نظر نه ګوري کوم ئې ؛چې دمخه شعر ليکلي وي

دا ډول شعرونه چې  ګوندي او سياسي هدفونو لپاره وليکل شي هر شاعر په خپلو شعرونو کې دټولنې عکاسي ( انځورګري) کوي او شعر دسالم بدلون په احساس ليکي شاعر په خپلو شعرونو کې د وړو اشخاصو او وړو  اعمالو ستاينې کوي بدو ته په شعر کې په بده سترګه ګوري خو هدف ئې دا نه وي چې په ټولنه کې چاته دحقارت په سترګه وګوري .

ترڅه حده يو شمير شاعرانو نقاداتو ته دنقد لاره په درباري ، ګوندي او دتنګ نظرۍ په دايره کې د شعر په ليکلو برابره کړيده خو بيا هم شاعر تل خپل شعر ته په سالم نظر ګوري او هم دبل شاعر دشعر درناوې کوي يو شاعر چې شعر ليکى بايد يواځي دشاعرانه احساس په نظر کې نيولو سره اکتفاء ونه کړى بايد د ټولنې د سالم بدلون په غرض د ښکلي  هنر او ادبي استعداد په ښوولو سره شعر وليکى چې شاعر پکې دخپلو احساساتو  او لوړ نظر څرګندونه په هنري او ادبي ژبه وکړي .

حقيقى شعر مونږ هغه شعر ته ويلى شو چې دظلم او باطل پر خلاف پکې په روښانه توګه څرګندونه شوى وى يو شاعر بايد د شعر دليکنې پر مهال دخپلې پوهې ، علم ، خيال ، هنر ، احساس څرګندونه په  پراخه نظر وکړي علم او پوهه، فطري او طبيعي احساس هغه څه دي  چې دشاعر شعر ته ښکلا او روڼتيا ورکوي که په خپل شعرکې  يادې شوې جملې په نظر کې کوم شاعر ونه نيسي  شعر به ئې ليکلي وي خو دټولنې دغوښتنو پر خلاف درباري او بازارى شعر به وي

ديوه شاعر پوهه دعادي او ولسي وګړو له پوهې لوړه وي او هم دنورو ولسي وګړو په پرتله ئې احساس ژوندى او ګړندى وي .

اشرف خان هجرى دحقيقي شعر او با احساسه شعرتوپير د درباري شاعر سره کړيدى د دربارى شاعر په اړه وايي

نه بې علمه زاهد رسي تر کماله

نه ئې علم شعر چاته ميسر دى

يو شاعر چې شعر ليکي بايد شعرى جملې دسروزرو او قيمتي لعلونو هم قيمتي وګڼي يو شاعر بايد دخپل شعر جملې دسياسي هدف او ولس دغوښتنو خلاف ونه کاروي مونږ دا منو چې ښه شعر دښه توري، او ښه الفاظ تر ښه خنجره ښه کار کوي خو ددې تورې او خنجر په استعمال کې بايد ځاى ، هدف ، لورى او  وخت په نظر کې ونيول شي .

شعر بېلا بېلو خلکو په بيلا بيلو ډولونو په بېلا بېلو وختونو کې تعريف کړيدى خو دشاعر په نظر هغه شعر ته ښه شعر ويلاى شو چې په بېلا بېلو وختونو ، بېلا بېلو خلکو او بېلا بېلو ډولونو سره د ولس يا ټولنې لپاره په ښه هنر ، ښه احساس او سالم بدلون لپاره ليکل شوى وى ښه شا عر هغه دى چې ولس ته ښه احساس ورکړى، ولس له بدبختيو وژغوري پر ولس د تورتيارو پر ځاى دروښانه سباوون زيرى وکړى د ولس غمونه په خوښيو بدل کړي دنا ارامه ولس روح ته تسکين ورکړي .

چې تسکين پکې د روح وي  نه سيرته

څو جملې وى ګډې وډې شعرنه دى

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *