یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په آريانا ويجه کې نړيواله جگړه د سپېڅلتيا او عدالت لپاره روانه ده

په آريانا ويجه کې نړيواله جگړه د سپېڅلتيا او عدالت لپاره روانه ده

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
پاکتيا ، نورستان،ساکستانا،باکتريانا د لوى افغانستان لرغوني نومونه دي ،چې په لرغوني تاريخ کښې راغلي دي.
د ٢٠٠٨ع او ١٣٨٧ل هـ کال د جولاى پر ١٨ ،چې د چنگاښ له ٢٨ سره برابره ده په امريکا کښې د افغانستان لپاره د نورو سرتېرو د لېږلو غږ پورته شو . له دې مخکې دا غږ شوى و ،چې د ناټو،امريکا او افغان اجير پوځونه د افغان او پاکستان سرحد ته نژدې تللي او له سرحد نه پورې غاړه يې د توپونو ډزې کړي دي. دننه په افغانستان کښې د ناټو او امريکا پوځونو ويلي،چې په بېلا بېلو ولايتونو کښې يې په سلهاوو ياغيان وژلي او افغان عامه وژنه يې هم منلې ده دا سيمې د پښتنو دي او خلک يې هم پښتانه دي. ياغيان او شورشيان،چاته پاڅيدلي دي؟ امريکا ،ناټو او هغه دولت ،چې دوى جوړ کړى او ټينگولى يې نه شي؛ نو په هوايي بمباردونو کښې ښځې ،ماشومان او عام وگړي وژني .تاريخ به همدا وايي. تاريخ به پر دې هم خبرې کوي ،چې امريکا او ناټو څه غوښتل او څه پلمې يې جوړې کړي دي .
بيالکه څنگه ،چې ليدل کيږي جگړه د لوى افغانستان ټولو پراخو سيمو ته رسېدلې . دا طبيعي ده ،چې پايناب کښې به يې اقتصادي خنډ هغه مهال د دوى عملونه ټولو ته څرگند وي او د هغوله مخې به پېژندل کيږي. د امريکا د دفاع وزير وايي،چې په عراق کښې د افغانستان درې برابره امريکا يي پوځونه دي. هلته اوس حالات سم دي مونږ به خپله ډېره پاملرنه افغانستان ته راواړوو او هڅه به کوو،چې پاکستان په دې برخه کښې مرستي ته اړ کړو.
ختيځ او لويديځ په خپلو گروهنو کښې ډېر توپير لري . د ٢٠٠٨ع کال د جولاى پر ١٥ پوځي او سياسي هلې ځلې چټکې شوې.
مړه له ژوندو سره بدلول:
د لبنان او اسرائيلو درې دېرش ورځنۍ جگړې په دې وشوې ،چې حزب الله د اسرائيلو دوه سرتېري نيولي و په زراو کسان د دغو دوه سرتېرو لپاره له دواړو خواوو ووژل شول.
هماغه دوه سرتېرې يې ووژل خو حزب الله خپل ډېر بنديان د اسرائيلو له بندي خانو څخه تر لاسه کړل.
بله دا ،چې امريکا وروسته له دومره لانجې او شخړو ،چې لا ايران سره يې لري اوس يې هم څرگنده کړې ،چې غواړي په ايران کښې سياسي دفتر پرانيزي سوال دا دى ،چې چيري ؟ ځکه چې سفارت نه لري او دفتر به هم جوړوي. په دې څوک تېر باسي؟ اقتصاد پوهانو دا ويلي ،چې تر يوه کاله پورې به په امريکا کښې يو سل پنځوس بانکونه وتړل شي . که يوه اقتصادي موسسه په خپله بريالۍ وي د هغې خبر داسې وايي،چې ټول هېواد کښې اقتصاد ښه دى په دې توگه خبرونه د ويسا وړ نه دي .
له حالاتو داسې څرگنديږي،چې د افغان جگړه نوره هم پراخه کيږي ، پښتانه ،سنديان .او بلوڅان دې ويښ شي او پر يووالي دې ټينگار وکړي
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ:
استاد کهزاد د افغانستان په تاريخ کښې يوه غوره خبره کوي: د دې نظر د پخولو لپاره ،چې بهاراته په بلخ کښې و او له هغه ځايه د هندوکش جنوب ته لاړل، پنجاب ته هم له هغه ځايه لاړل ،رښتيني معلومات په لاس کښې لرو او هغه د مهابرا له کتاب څخه تر لاسه کړي ،چې يوه لويه جگړه ييزه مجموعه ده. د کومو اتلانو،قبايلو او ځايونو نومونه ،چې په دغې سترې مجموعې کښې دي د هغه لوى افغانستان په پېژندلو کښې ډېره مرسته کوي “دا خبره ضروري ده،چې هند خپل هېواد ته بهارت هم وايي” چې بهاراته د پکت په شانې يو لوى قام دى،چې له “ماد” سره نژدي دي. په سانسکرت کښې د قبايلو ټولنې ته بهکه bahika وايي او بهکه بهليکه هم راغلي دي،چې دا به د بلخ زوړ نوم وي. فرانسوي څېړونکي پروفيسر “پرزي لوسکي” przyloski په دې نظر دى،چې د پنجاب بهليکه گان به له بلخ سره يو وي مهابهاراته که په ځير وکتل شي؛ نورې سر چينې هم په لاس راځي لکه دا،چې دساکولوى قام له هنده تر اروپا خوځيدلى دى. دا څرگنده ده، چې د دې ټولو قومونو ،چې په نړۍ کښې خپاره دي،د دې ټولو ټاټوبې لوى افغانستان دى. ډير بدلونونه ،چې په نړۍ کښې راغلي تر ټولو ستر بدلون همدا اوس دى ،چې څلويښت هېوادونه افغانستان ته راغلي بيا د افغانستان په هغو سيمو کښې ،چې هلته پښتانه دي ميشته شوي. اوس يې ځان آزادو قبايلو ته نژدې کړي دي دا د نړۍ په تاريخ کښې بې سارى تېرى دى څلويښت اروپايي هېوادونه د امريکا ،کاناډا او آستراليا په گډون قبايلي سيمو ته نژدې ورغلي دي. دا څه ډول لوبه ده ،وگورئ ،چې نه بشريت منل کيږي نه اخلاق ، نه ځوانمر دي او نه شرافت دا ومنئ،چې قبايلي سيمې او ټوله نړۍ د څښتن تعالى په مرسته د يووالي لورې مومي ان شا الله ،چې د پښتون شتون به وساتل شي اوس هم په تلويزيونو، راډيوگانو او ورځپاڼو کښې دا اعلانونه راځي،چې “که مو پښتو زده وي ، د امريکا او کاناډا تابعيت ولري، نو راشئ ،چې د مياشتې شل زره ډالره له نورو امتيازاتو سره در کړو.”
ولې؟ څه غواړئ؟
زه څيرې گريوان پتنگان مړه شمع سلگۍ کا
گوري شبستان ته مې سحر په وېره وېـــــره
(حمزه بابا)
احــسانمن د خپل خالق سره له واړو بدبختـيو
اول دا،چې زه پښتون يم بيا يم خوشحال خټک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *