سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / یوناما: د ټاکنو کمیسیون دې د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه څرگنده کړي

یوناما: د ټاکنو کمیسیون دې د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه څرگنده کړي

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما  ويلي دي د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون دې  د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړي. د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوره په اتو میاشتو کې پای ته رسېږي.

د اساسي قانون له مخې باید د دې دورې تر ختمېدو وړاندې د دوو میاشتو په موده کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون یو کمېشنر حفیظ الله هاشمي  ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهالویش کار روان دی. او ډير ژر به  ټاکنو نېټه اعلان شي.

په پام کې ده افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *