سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د ننګرهار په خوږیاڼو کې عمليات شوى

د ننګرهار په خوږیاڼو کې عمليات شوى

د ننگرهار ولايت مطبوعاتي خبر پاڼه وايي چې تېره شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې خرګې سیمه کې  د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې عمليات شوې چې له امله يې د پچیراګام لپاره د طالبانو ولسوال مولا محمود په گډون ١٢ طالبان وژل شوي دي  .

د خبرپاڼې پر خبره په وژل شويو کې خنجر،کامران،لغمانی،حقیار مشهور په کوچي ،ساجد،غشي او سید ولي چې مشهور په صدیق وو   او نور قوماندانان او سرګروپان شامل دي 

خو طالبانو هم په خپل غبرگون کې ويلي په همدې نښتې يې ١١ کمانډويي سرتيري وژلي او خپلو دري طالبانو وژنه  او د ٢ طالبان ټپي  کېدا يې تاييد کړې ده

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *