سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه /  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر کارکونکوبريد شوى

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر کارکونکوبريد شوى

 په کابل کې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر  ته  نيږ دې  ددغه کمیسیون د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر برید شوی، چې له امله يې  د امنیتي چارواکو په وینا، دوه پولیس او د کمیسیون څلور کارکوونکي ټپیان شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي دي ، بریدګر پلی روان و، چې پولیسو هدف ته تر رسېدا مخکې پېژندلی او بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د مجاهد پروينا ، پېښه د دوشنبې په ګهیځ شاوخوا اته بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند کې وشوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عزیز ابراهیمي هم د ټاکنیزو کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر برید منلی،

داعش  د دغه برید مسولیت منلی دی. دغې ډلې په منسوبې ویپاڼې، اعماق، کې ويل شوې چې دبريد داعش کړى دى

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *