سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / کليوالې مشورې او فولکلوريکې درملنې

کليوالې مشورې او فولکلوريکې درملنې

س ، سيرت
دکليوالو مشورو په اړه بېلا بېل نظرونه شته څوک ئې تراوسه پورې تاريخ ژوندى ساتي په غم او ښادۍ کې سره راټوليږي په دواړو صورتونو( غم او ښادۍ) کې کليوال دمېلمنو خدمت چې په کليواله ژبه ورته سرشته وائي مشوري کوې چې په عامه توګه دکليوالو مشورې دهغوى په اتفاق او يو والي دلالت کوي دخپلوۍ ، دوستۍ ، کليوالۍ او ولسي تړون له مخې ئې په غم او ښادۍ کې مشورې کاميابې وي که په کورنۍ کې به دمخه څوک مريض و په لومړيو څو ورځو کې خو به مريض ځانته مريض نه وايه ، له ډيرو به ئې اوريدلى وو چې بې همته تبې ته څملي يا پر ځوانانو دتبې زور نه رسيږي او ځنې به چې تبې ونيول تبر به ئې را واخيست ستر لرګى به ئې دړې وړې کړ يا به ئې زياته ځمکه پر بېل واړوله ويل بۀ ئې تبه دې پر کمزورو او بيکارو ورشي ځوانان نشي څملولاى .
دکليوالو مشورو لومړى اړخ ته کليوالو ډير درناوى درلود او دويم اړخ چې په کليواله تجربه ، به يې مريض تر مرګه رساوه که څه هم ښې پايلې ئې ترې نه ليدلې خو دکليوال دود په شکل به ئې دکليوالې مشورې درناوى کاوه، دهغه وخت کليوالو مشورو دوه اړخونه درلودل په يو اړخ کې به فوليکلوريکو درمنلو مثبتې پايلې درلودې خو فولکلوريکو دودونو او مشورو به ئې کله نا کله منفې پايلې هم لرلې.
په فولکوريکو درمنلو پخوانيو کليوالو زيات باور درلود په کلي کې بۀ دسپين سرو زړو ښځو او سپين ږيرو بوډاګانو مشورې او ويناوې دکاڼې کرښې وې
که به په مشوره کې چاناغيړي وکړه او مريض ته به مرض سخت شو ورته به ويل کيدل چې دمشرانو منښته نه کوى ښه ورځ به ونه ګورى
په درې څلورو او څو کلو کې به يو طبيب ؤ هر مريض او هرې تبې ته به يې يو رنګ پوڼۍ ورکولې
دکلي زړو ښځو خو به دماشومانو دمرضونو تخصص درلود که به ئې بې دريغه ژړل ويل به ئې بريښ ئې دى پر سينه ورته دنيم پوختې هګۍ پټۍ پر ګرمو مالوچو وتړۍ رک روغ به شي.
که به يې ټوخ وکړ دکلي دزړې تجربه کارې متخصصې مشوره به داوه چې بايد دمور په شېدو کې ورته وريت کړى خاکشير ورکړل شي.
چمبړ خيال خود بې شمېره مرضونو درمل ؤ
دغه فولکلوريکې او کليوالې درملنې دکليوالو په مشوره هغه وخت منل کيدى ځکه بله لار او چاره نه وه خو دکليوالو به فولکلوريکې مشورو او درمنلو کې ئې ځنې په ناوړه استعمال مرګونې هم وي چې د ډيرو مريضانو ژوند به يې لنډاوه او په پاى کې بۀ کليوالو مشوره ورکوونکو دمړي وارثانو او دکورنيو غړو ته ويل له درملو خو پاتې نه شو نوره  به ئې په دنيا کې (اوبه دانه) نه وه او دمرګ نيټه هم نه بدليږي .
خوشحال خان خټک په ماشومامتوب کې ډير ناخوالې ليدلې وې ځوانۍ ته پوره نه ؤ رسيدلى چې دخپل پلار شهباز خان ملګرى ؤ باکو خان يوسفزي پر خټکو حمله وکړه او خوشحال خان خټک هم په جګړه کې زخمى شو څومره چې د خوشحال خان ځواني پخېده هومره يې دمستۍ څپو موجونه وهل خو د لومړي واده پر مهال چې داشرف خان مور ئې ودوله ، سخت ناروغه شو، لوېې تبې نيولې ؤ دومره ئې تبه سخته وه چې ډولۍ سره دتلو توان ئې نه درلود.
( قذيفه ادې) چې دخوشخال خان نياوه دڅو ښځو سره لاړه او ناوې ئې ورته را وسته د خوشحال خان خټک سخته تبه دولسمې ورځې ته ورسيده، خپلوانو ېې مشوره وکړه چې دکلي تجربه کار ښځه به يې درملنه وکړي ځکه سختې تبې خوشحال خان خټک له اخ او ټوخه غورځولى ؤ.
تجربه کارې زړې ښځې نورو ښځو ته وويل خوشحال خان په مځکه واچوئ بړستن پرې دپاسه ټينګه کړئ ښځو همداسې وکړل دخوشحال خان زړه تنګ شو دبړ ستن دلرې کيدو هڅه ئې وکړ زړې ښځې نورو ته وويل دبړستنې پر څنډو کيښنئ چې خوشحال خان ښه خوله شي ناڅاپه خوشحال خان ټوپ کړ او سترګې ئې سپينې شوى دهمدې ټوپ وروسته خوشحال خان دکليوالو دمشورې او درملنې روغ پاتې شو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *