سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / امریکا کې د یهودانو پر کلیسا برید شوى

امریکا کې د یهودانو پر کلیسا برید شوى

د امریکا پنسلوانیا ایالت د پیټزبورګ ښار په شاوخوا کې د یهودانو یوه کلیسا کې ډزې شوې،‌ چې لږترلږه ۱۱ کسان پکې وژل شوي. بریدګر چې ۴۶ کلن رابرټ باویرز نومېږي نیول شوی. ولسمشر ټرمپ د برید ځای ته تللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ دا یو “وحشي برید” بللی او د وسلو درلودلو قوانینو ته په اشاره یې ویلي، که د کلیسا د ننه په وسلو سمبال امنیتي کسان وای،‌ نو دا پېښه به بل ډول وه.

ایف بي ای پولیسو ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *