سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د کندهار د انارو حاصلات ډېر شوي دي

د کندهار د انارو حاصلات ډېر شوي دي

د کندهار ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سعیدي ويلي دي ، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات زیات شوي دي.

سید حفیظ الله سعیدي  زياته وي ویلي سږ کال په کندهار کې انار د کيفیت او کیمیت له پلوه ډېر ښه وو او تر دې مهاله له کندهاره څه باندې ۲۶ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او هندوستان ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې روان کال په دغه ولایت کې له باغونو ۱۵۰ زره مټریک ټنه انار راټول او بهر ته صادر شي.

د سعیدي په خبره ، تېر کال په کندهار کې د انارو د ونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *