یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په عربي اوبو کې د امريکايي بېړيونژدې کېدنه

په عربي اوبو کې د امريکايي بېړيونژدې کېدنه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ٢٠٠٨ م کال د جولاى ٩ د ١٣٨٧ ل د چنگاښ ١٩ په افغانستان کښې د هوايي عملياتو لپاره د امريکې الوتکې وړونکې بېړۍ عربي اوبو ته نژدې راغلې ، په استانبول کښې دامريکې په قونسلگرۍ بريد وشو ، او او د پراگ په چک پلازمېنه کښې دامريکا خلاف لاريونونه وشول ، چې دامريکې توغندي په خپله خاروه کښې نه مني ، امريکايي جنرال وايي طالبانو خپل جگړه ييزې لارې بدلې کړي دي .
لوى افغانستان او لرغوني تاريخ : په دې برخه کښې پوه شو ، چې ولې د نړۍ پانگوالو پرپښتنو جگړه تپلې ده ، د پښتنو اوسنى شتون شتون نه دى .
دغه تاريخي برخه د کورنيو او بهرنيو ليکنو له مخې تر هغه ځايه ، چې کېداى شي وليکو .
پښتون دېرش زره کاله پخوا تر ميلاده (Before 3000bc) شتون درلود دا مونږ نه وايو، تاريخ پوهان وايي ، يو شمېر پښتون ميرڅمن غواړي پښتانه له هرڅه خلاص او بې برخې وبولي ، انگليسي متن ولولئ .
(Home sapiens sapien) which originatet someware in south western acis at some date before 30000 BC.
وايي ، چې دغه ساپيان دآسيا په جنوب لويديځ کښې چېرته ول ، بيا لويديځ ته خوځېدلې او اروپا ته تللي ، چې لکه اوسني خلک هوښياران او ښکلي وه .
دوى غنم کرل ، غله او مېوه يې پېژندله ، نورې نخښې هم ښيي بيا د لرغوني مديترانې په ١٣ مخ کښې د افغانستان نوم ليکي :
Afghanistan was their originachome
د کتاب نوم The ancient Mediterranean
دغه څېړنې د هغو آثارو له مخې شوي ، چې له ځمکنيو کيندنو څخه موندل شوي او بيا يې خپلې څېړنې له نورو پوهنتونونو سره شريکې کړي دي ، څو پېړۍ کېږي ، چې د افغانستان تاريخي آثار غلا کېږي ؛ اروپا ، امريکا او نورو سيمو ته لېږدول کېږي.
ددوى ډېرې بېلگې شته ،هيرودت په خپل تاريخ کښې د پښتانه ډېر قومونه يادوي او له هغو څخه يو شمېر خبرې کوي ، هغه هم چا نه دي لوستلي د گرانت Grant کتاب د تاريخي کتابونو د کلب له خوا چا شوي او دا يوازنى کتاب نه دى . په زراو کتابونه دي ،چې په ټوله نړۍ کښې بدلون پښتون راوستي دي ، خو وحشي خلک دوى وحشي بولي.
ددغو خلکو يادول پکار نه دي ، دلته د هغو پښتنو زلميانو لپاره نه يوازې اړين معلومات ليکل کېږي ، بلکې د ترلاسه کولو سرچينې هم ورښودل کېږ، چې دوى ته وسوسه پيدا نه شي او که له دوى سره هر تاريخي سوال وي ، تر خپلې وسې به يې د ځواب په لټه کښې يم.
د ميخايل گرانت له څرگندونو څخه بېرته د خپل استاذ احمدعلي خان کهزاد تاريخي څرگندونو ته راگرځو:
دى وايي : دوه زره کاله وړاندې له ميلاده ، پاکتيان درې برخې شول .
يوه برخه يې جنوب ته راغلل او په دغو غرونو کښې ، چې اوس دي و اوسېدل، يوه برخه په باختر کښې پاتې شول ، بله برخه د لويديځ لور ته وخوځېدل او اروپا او مديترانې ورسېدل. د پاکتيانو يا پارسيانو او پختانه يا پښتانه د هيرودت له قوله يې يوه څانگه په ارمنستان کښې مېشت شول ، چې په ارمنستان کښې يې ځانته پکتين وويل او په ارمنستان کښې يې خپله خاوره پکتيکا وبلله . دا يوه کلمه ده ، چې له پاکت، پاکتي او پاکترا سره تړلې ده . په شمالي هند کښې پښتانه پتان شوي دي د لغت له مخې هماغه خلک دي .
داستاذ خبرو ته بيا راځو:
اوس هم ويل کېږي ، چې د پښتانه لمن پراخه ده او دا پښتونولۍ کښې دا معنا لري ، چې پښتون لوى زړه لري او له هر چا سره ښېگڼه او مرسته کوي ، نو پښتونولي يوه يې خوا ده ، د خاورې او خلکو خوايې بله ده .
ددې خبرې څېړل په زړه پورې دي ، چې پښتون پرې وپېژني او دا ، چې اوس يې غليمان فاشيست بولي دا هغه خبره ده ، چې معنا نه لري .
هغوى ، چې پښتانه فاشيست بولي ، چې ناپوهي ده ، اروپايانو او امريکايانو همدغه خلک راپورته کړي ، چې پښتنو ته دا ډول څه ووايي او له سړيتوبه يې وباسي ، حال دا ، چې دوى په خپلو له سړيتوبه وتلي وي.
يو شمېر زلميان په پښتنو کښې دې وته وروبلل شول ، چې د پښتنو روښانه او وياړمن تاريخ وليکل شي اوويل شي.
استاذ احمدعلي خان کهزاد داسې شخصيت و، چې نړۍ اوڅار تاريخپوه او فيلسوف تاينبي په خپلو الفاظو ستايلى دى ، استاذ کهزاد د افغانستان په تاريخ کښې د لسو ملکانو جگړه ، چې ويدا کښې راغلې پښتانه قومونه راوپېژني ،چې د هغو زامن اوس هم د ارغنداب په سيمه کښې اوسېږي او پښتانه نور اړوند قومونه لري ، چې اوس څوک نه پوهېږي ، چې دا هغه پښتانه دي . د ريگ ويدا په سندرو کښې راغلي .
لکه Trissus تريسوس اوريکو ((بابهرو)) ((کنوا)) ور ته ډېرو قومونو اسلامي نومونه د ځان لپاره وټاکل ، لکه ساک ، چې ډېر يې اوس ابراهيم خېل بلل کېږي و د پادشا هۍ دود هم په پاکتيانو کښې شتون درلود.
سړى پوهېداى شي ، چې ځيني مشران يې ، پادشاهان ول ، کهزاد وايي لکه غرغښت بابا، بيټ بابا، سړبن بابا او کرلان بابا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *