یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ټاکنو کمېسون له بایومتریک پرته رایو په اړه فيصله کوي

د ټاکنو کمېسون له بایومتریک پرته رایو په اړه فيصله کوي

د افغانستان د ټاکنو کمېسون ويلي دي چې ، ډېر ژر د هغو رایو په اړه  پرېکړه وکړي  چي د بایومتریک سیستم بارکوډ نه لري.

ځینې سیاسي ګوندنه هم د هغو رایو د ناچلېدو یا باطلېدو غوښتنه کوي چې له بایومتریک پرته صندوقونو ته اچول شوې دي.

د رایه ور کوونکو له ګوتنښې وروسته بایومتریک سیستم ځانګړی بارکوډ چاپاوه چې د رایپاڼې پر شا لګېده.

له دې مخکې د افغانستان د ټاکنو کمېسون ویلي و هغه رایې نه شمېرل کېږي چې دا بارکوډ نه لري.

د ټاکنو په ورځ رپوټونه خپاره شول چې ځینې مرکزونو کې بایومتریک سیستم کار نه کوي او یا یې کارکوونکي پر کارولو نه پوهېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *