یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په ننگرهار ملکي وگړي وژل شوي

په ننگرهار ملکي وگړي وژل شوي

ننګرهار د سره رود په ولسوالۍ کې د “صفر دوه” په نوم ځانګړو افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات کړي چې پنځه ملکیان په کې وژل شوي دي.

عملیات )د ولسوالۍ په بالا باغ سیمه کې شوي چې دوه نور ولسي خلک په کې ژوبل شوي هم دي

د سیمې یو ملک نجیب الله  ویلي  چې په وژل شویو کسانو کې دوه سپین ږیري ګروندګر، دوه موټر چلوونکي او یو دوکاندار شامل دی.

ځايي خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د سرخرود ولسوالۍ ته څېرمه د سرک پر سر ایښي وو او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې له ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي  ومنله چې په دغو عملیاتو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي دي خو زیاته یې کړه چې عملیات  طالبانو د استخباراتو د مهمو کسانو د وژلو لپاره شوي وو.

ښاغلي خوږیاڼي وویل چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي،

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *