یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / آيا جعلي ټاکنې به داصلي افغانانو برخليک وټاکي؟

آيا جعلي ټاکنې به داصلي افغانانو برخليک وټاکي؟

سرليکنه

د هېواد په ٢٣ ولاياتو کې پارلماني ټاکنې وشوې هغه پارلماني ټاکنې چې درې مياشتې يې پر سر دکيداو نه کيدا ، درغليو او رونټيا ناندرې روانې وې ، د ټاکنو کميسون وايي چې ٨٠% سلنه رايې شميرل شويدى او دنورو شمير روان دى خو پوښتنه داده چې دا ټاکنې د څه لپاره وشوې او د څه لپارى پرې لګښتونه وشول ؟

په کوم هېواد کې چې دجمهوري رياست ، پالمان او لايتي شوراګانو ټاکنې کيږي له هغوى دولس داتمه وي چې شته ستونزې به مو د نوي وکيل پارلمان ته په ورتلو حل کړل شي.

خو په کابل کې موجوده حکومت خپله له جعلکارۍ جوړ دى پارلمان ته لاره پيدا کوونکى به يې هم په جعلکارۍ لاره مومي ځکه هغه نوماندان چې ولس ته يې دخدمتونو ټټر په کمپاين کې واهه ولس ته ئې شاليد او کړنې ښې څرګندې دي .

اصلي افغانان خپل عزت ، قدر، نظر او ايمان نه پلوري او نه دا ډول حکومت او پارلمان ته تلونکي ته رايه ورکوي په همدې ورځ چې پارلماني ټاکنې روانې وي په کونړ او پکتيا کې دهوائي او ځمکنيو پوځونو له خوا ملکي وګړي او اصلي افغانان ووژل شول  هغه چې خپل ولس په خپل لاس وژني  ايا له هغوى نه به دخدمت تمه وکړل شي؟

نو هيڅکله نه که پارلمان ته ځني نوماندان دتلو لار مومي په جعلکارۍ به لار مومي ځکه حکومت له جعلکاريو جوړ او پارلمان به ئې هم جعلکاره وي.

خپله دټاکنو کميسون اعتراف کړيدى سره د رايو ورکونکو مرکزونو کې  افغانانو له رائې ورکولو لاس نيولى دى .

دټاکنو کميسون په بل اعتراف کې ويلى چې دزور واکو لخوا ګمارل شوى ٦٠ تنه جعلکار نيول شويدى.

دا چې ٦٠ تنه جعلکار نيول شوى پاتى به ئې څومره وي ؟

په دې ټول  ولس پوهه دى چې جعلى پارلمان داصلي افغانانو برخليک نشي ټاکلى که ئې ټاکلى شواى په تيرو دوروکى به ئې ټاکلې ؤ .

په افغانستان کې پارلمان دامان الله خان تر حکومت يو څه  مالګې اوبه ؤ چې افغانانو به نوماند ته د رايو ورکولو پرمهال د هغه کړنو ته نظر کاوه او  له هغه وروسته تر نن ورځې پورې حکومت غلام ، پارلمان غلام ، وکيل غلام ، درباري غلام او ټول دربار غلام ، غلام او جعلکار نظام هيڅ وخت داصليو افغانانو برخليک نشي ټاکلى

لکه څرنګه چې تير پارلمان پلورل شوى ، جعلي او غلام پارلمان ؤ ولس ئې په سرو لمبو کې په شتون سره وسوځيد  اوسنى پارلمان هم جعلي او داصليو افغانانو برخليک نشي ټاکلى .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *