یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / لوى افغانستان په لرغوني تاريخ کې

لوى افغانستان په لرغوني تاريخ کې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

يوې پښتنې خور غوښتي ، چې د لوى افغانستان پر لرغوني تاريخ که څه خبرې وي وړاندې يې کړم او داوسني افغانستان (٢٠٠٨ م د جولاى ٨ او د ١٣٨٧ ل هـ د چنگاښ ١٨) سره يې پرتله کړم .
نړيوالې خبري رسنۍ وايي ، چې نن په کونړ ، ننگرهار، خوست ، پکتيا ، پکتيکا او غزني کښې د طالبانو او ناټو ترمنځ ، چې د ناټو د پوځونو مشري هم د امريکې پر غاړه ده ، نښتې شوي ، په کونړ کښې يو مړ څلور ټپيان دي. لس نور هم ټپيان دي ، چې ناټو منلي دي .
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
څومره لرغونى ؟ په دې کښې خبرې ډېرې دي ، پنځه زره کاله ، لس زره کاله ، دېرش زره کاله که سل زره …
دا هر يو به د يو سند له مخې وي ، خو سپينول به يې گران وي .
لومړي لس کامونه او شپاړس ټوټې ځمکې :
کامونه :
١- الينايان Alinas ٢- پاکتيان Pakthas ٣-بهالاناBhalanas ٥- شيواShivas ٦- ويشاين vishanins ٧- انوان Anus
٨-تورواشايان tursa ٩- يادوان yadus ١٠ـ – پوروان Purus.
دا هغه لس قبيلې دي ، چې استاذ احمدعلي کهزاد د ر يک ويدا له لرغونو آريايي سندرو اخستي او کټ مټ دلته وليکل شول.
دا ددې لپاره ، چې اوس هرڅوک هرڅه وايي ، چې خپل تعصب ته يو لورى ورکړي.
په دې ليکنه کښې سند ښودل کېږي ، دا هغه لس قبيلې دي ، چې په همدغه شپاړسو، ټوټو سيمه کښې پاتې وې او چېرته تللې نه دي ، دا آريايان دي ، چې ځمکې يې په بېلابېلو نومونو يا دېږي ، چې په اصل کښې دآريان په نوم نه د آريايان په نوم شتون لري. ، چې دآريانم وېجه په نوم په لاندې يوه قطعه يا خته کښې راټول دي .
١- ايريانم ويجه Airyanem vaojo ٢-سعده saghdha ٣- موروMouro ٤-بخديBokhdi ٥-نيساياNisaya ٦-هرويوHaroyu ٧- ويکرته Vaekerata ٨- خنينتا khneenta ٩-اوروا urva ١٠- هره ويتي Heraveiti ١١- هيتومنټ haetumant ١٢- راغاRagha ١٣- کخره kakhra ١٤-وارناVarena ١٥-هپته هندوhaptahindu ١٦- رانگه يا رانغه Rangha.
دا لس کامونه او شپاړس ختې يا سيمې هغه څه دي ، چې ځمکې او لس کامونه دي .
اوس هم همدلته دي ،دا ،چې د زراو زراو کلونو په موده کښې څه ډول ويل شوي ، هغه څرگندي دي ، يا نه دي بدل شوي . هرويوــ هرات او هري اوس هم ويل کېږي يا مورو ، چې مرو شوي ، اوس هم شته ، بخدي بلخ …
لس کامونه :
الينايان دا نورستاني دي ، استاد کهزاد وايي :
دوى د ويدي له مهمو قبيلو څخه دي ، چې د لسو ملکانو په جگړه کښې ډېر ياد شوي دي .
الينايانو له پکتيانو سره گډه گروهنه د رلوده او يو ځاى ول .
د ويدي په هغو سندرو کښې ، چې ترجمه شوي دي ويل شوي ، چې دوى له پاکتيانو تړلي او له گنداريانو سره تړلي وه .
د ويدي د مهال له سندرو دا ثابته ده ، چې دوى په درو کښې پراته دي، چې په آسانه څوک نه شي ورتلاى او په خپل دود پاتې دي .
دا مطلب د افغانستان تاريخ په ١٠١ مخ ليکل شوي او له دې عبارت څخه داسې ښکاري ، چې دوى افغانان دي. په نورو تاريخونو کښې هم ليکل شوي ، چې الينايان په افغانان بدل شوي . د افغان کليمه يوه زړه کليمه ده ، چې افغان او پښتون يو خلک دي ، که په تاريخ کښې څوک له ځانه خبرې ونه کړي . داسنادو له مخې وايي ، خبره همداسې ده .
دا ، چې اعتماد السلطنته هم په تاريخ کښې دا ليکلي ، چې اصل النيان دي .
تحريف شوې بڼه يې افغانان دي ، اعتماد السلطنته ، چې په نولسمې پېړۍ کښې د ناصر الدين شاه قاجار پر مهال داستخباراتو وزير و ، په ارمنستان کښې يې افغانان ليدلي ول ، چې ځانونه يې افغان بللي او پر دې ، چې دوى افغانان دي وياړل يې .
دده د وينا له مخې يوه ژبه ويله ، چې پارسي نه وه او په عربي رسم يې هماغه خپله ژبله ليکه ، که څوک داسې حکم وکړي ، چې دا به پښتو وه ، په آسانه يې څوک ناسم نه شي بللى ، داستاذ کهزاد له خبرې يو فرانسوي پوه ، چې ((واله دوپوس)) نومېږي وايي ، چې دودي ژبه (پيساکا) نومېده.
دا د ژبپوهنې له مخې يوه بېله څېړنه غواړي ، چې کوم مهال به وشي . اوس په افغانستان کښې تاريخي اثار پلوري.
پاکتيان: د ويدي د سندرو او څار کام دى او باختري دي .
له دې داسې ښکاري ، چې باختري يا بلخ او نجدي درې واړه يو دي ، چې ټاټوبى يې باختر يا بلخ دى .
دا لس کامونه او شپاړس قطعې او ختې دي ، چې تاريخي څېړنه به يې له دې وروسته وشي ، دا گډې وډې ، چې سړى آوري ستړى او خواشينى کېږي .
دغه خلک تاريخ يوې خواته پرېږدي ، له خپلې گېډې داسې خبرې کوي ، چې پر هغې ايران ،ر وسيه او هند خوشحاله شي ، دوى له تاريخه هم تجارت جوړ کړى ، چې په راتلونکي کښې به پر دې نورې خبرې هم وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *