جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / شرمیدلې ټاکنې

شرمیدلې ټاکنې

لیک:م.جمیل باور

له تېر يوه کال راهيسي حکومت، انتخاباتي کميسيون او رسنیو د ۱۳۹۷ش کال د ميزان مياشتې د ۲۸ نیټې پارلماني ټاکنو ته د چمتوالي اوازې خپرولې.
او اسلامي امارت ټولو افغانانو ته په يادو ټاکنو کې د نه ګډون توصيه کوله او ټاکنيز مرکزونه يې خپل اهداف په ګوته کول.

هماغه ورځ راورسېدله، که څه هم دکابل رژیم چارواکو د امنيتي پېښو په هکله رسما څه نه ويل، خو د ازادو رسنيو او عيني شاهدانو د راپورونو له مخې، د هيواد په نژدې ټولو ولايتونو کې د طالبانو حملو او د هغوی له خوا د لارو تړلو له امله انتخاباتي پروسه د ځنډ ښکار وه.

د طالبانو له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د غرمې تر ۱۲ بجو ۱۶۶ بريدونه شوي دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسيون ماسپښین مهال کابل کې خبري غونډه درلوده. چې د نا امنیو تر څنګ يې د ځينو تخنيکي ستونزو يادونه هم وکړه، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

-یو شمېر د رایې اچونې مرکزونه د غرمې تر ۳ بجو هم نه دي پرانیستل شوي.
-ځیني نور مرکزونه په ځنډ سره پرانیستل شول.
-ټاکنیز توکي په ټاکلي وخت ځینو سیمو ته نه وو رسېدلي، او د رایو په صندقونو کې هم ستونزې وې.
-د ټاکنو په مدیریت کې هم جدي ستونزې شته، چې له همدې کبله ځینې خلکو د رایې اچونې حق له لاسه ورکړی.
-په دې بهیر چې ستونزې کولی شي د ټاکنو روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي
-د ټاکنو کمیسیون دې داسې حل لاره ومومي چې ټول خلک وکړای شي په ټاکلي وخت کې خپله رایه واچوي
-د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر دې وضعیت اندېښمن دی او په جدي توګه یې څارنه کوي.

حمیرا حقمل دانتخاباتو دکمیسون یوه مهمه کارکونکې په خپله فسبوک پاڼه ليکي چی خپله رایه یی نه ده اچولې؛ ځکه چې له کوم مرکز څخه يې نوم ليکنه کړې وه، هلته يې ليست کې نوم نه و.

د ټاکنو د کمیسیون رئیس د ولس نه بخښنه وغوښته چې په سلګونو رایو مرکزونو ته انتخاباتي لوجستیکي مواد په وخت ونه رسیدل. او دغه راز يې سبا ورځې ته د انتخاباتي پروسې د غځيدا خبر هو ورکړ.

اوس نو قضاوت وکړئ چې دا ټاکنې به څومره پراخ شموله او شفافې وي او څومره به د ملت رښتیني استازي پارلمان ته وليږي؟!

په هيڅ صورت کې بریالۍ ټاکنې نشو ورته ويلی، بلکې لکه څنګه يې چې تمه کيده، هماغسې پاشلې، غير منظمې او له پراخو درغليو ډکې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *