جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / بلخ لجنډز د افغانستان کرېکټ غوره ليګ پايلوبه وګټله

بلخ لجنډز د افغانستان کرېکټ غوره ليګ پايلوبه وګټله

د افغانستان د کرېکټ غوره ليګ سياليو پايلوبه کې بلخ لوبډلې کابل زلميو ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه.

کابل د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۳منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې بلخ په ۱۹ اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېد سره ټاکلی هدف پوره کړه او پايلوبه يې وګټله.

د کابل د توپ وهنې پيل ښه نه و د پيل لوبغاړي يې ژر ژر له لاسه ورکړل خو د منځ لوبغاړو يې سيالي يو څه کابو کړه، جاوېد احمدي ۳۲، واين پارنېل او کولېن انګرم هر يوه ۲۱ منډې وکړې.

بله خوا د بلخ لپاره قيس احمد تر ټولو ډېرې ۵ وېکټې واخيستې د ده تر څنګ محمد نبي، افتاب عالم، روي بوپارا او ميرويس اشرف يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د بلخ لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و په لومړي اوور کې يې دوې وېکټې له لاسه ورکړې، خو کرېس ګېل ښه لوبه کړه او په ۳۴ توپونو يې ۵۶ منډې جوړې کړې. د ده ترڅنګ روي بوپارا ۳۲ منډې وکړې.

د کابل لپاره واين پارنېل دوې، راشد خان، فريد احمد او مسلم موسي يوه يوه وېکټه واخيسته.

سږني اې پي ایل کې پنځو لوبډلو برخه لرله، چې کندهار نایټز، بلخ لجنډز، ننګرهار لېپرډز، پکتیا پنترز او کابل ځوانان نومېدل.

ګڼ نړیوالو کرېکټ ستوري د دغه لیګ برخه وو، چې برېنډن مېککلم، انډري رسل، کرېس ګېل او شاهد اپریدی په کې شامل وو.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له هېواده بهر او د ګڼو نړیوالو لوبغاړو په ګډون په پراخه کچه د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *