جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دټاکنو په ورځ ځينې امنيتي پېښې شوي

دټاکنو په ورځ ځينې امنيتي پېښې شوي

د افغانستان په ٣٢ ولایتونو کې د ولسي جرگې د انتخاباتو د پیل سره جوخت چې طالبانو یې د گډوډولو گواښونه کړي   په ځینو ولایتونو کې یو شمیر امنیتي پیښې شوي دي

نن تر غرمې پورې د کابل په ښار کې څلور چاودنې شوي، چې د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا په دریو لومړیو چاودنو کې چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د رای ورکولو د مرکزونو له پرانستلو څو ساعته وروسته د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ایښول شوی ماین هغه وخت وچاودید چې پولیسو یې د خنثی کولو هڅه کوله، په پیښه کې دوه پولیس او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مقاماتو ویلي چې د چاودیدونکو موادو په وجه شوې د ١٢، ١٥ او ١٦ امنیتي حوزو په اوندو سيمو  کې چاودنې شوي خو مرگ ژوبله یې نده اړولې.

د غور په ولایت کې د رای ورکونې د مرکزونو له پرانستلو لږ وروسته طالبانو د انتخاباتو دگډوډولو په مقصد له محلي پولیسو سره نښته وکړه چې په جگړه کې څلور محلي پولیس ووژل شول او دوه تنه یې طالبانو ونیول.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي دي  چې په یوه بله ورته پیښه کې طالبانو چې د انتخاباتو د گډوډولو نیت یې درلود د غور د مرکز فیروزکوه ښار په لویدیځ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون له قواو سره په جگړه شول په پیښه کې دوه طالب جنگیالي ووژل شول.

طالبانو همداشان د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې څو توغندي وار کړل چې ددې ولایت د امنیه قوماندان د مرستیال محمد زمان عیار، په وینا ددغو توغندیو په چاودنه کې دوه ښځې ټپي شوي دي.

د میدان وردک ولایت کې د میدان شهر په شاوخوا کې درې راکټ لږیدلي چې د میدان وردک د پولیسو د ویاند حکمت‌الله دراني په وینا کومه مرگ ژوبله یې نده اړولې او د رای ورکولو بهیر په عادي توگه روان دی.

د کندز له ولایت څخه هم په ورکړل شویو راپورونو کې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو د اتو توغندو د لګیدلو خبر ورکړل شوی دی.   دا توغندي د سهار ۷:۳۰ بجو راپه دیخوا د کندز پر ښار ویشتل شوي چې دوه یې د فاطمة الزهرا په لیسه کې یو یې د شیرخان په لیسه کې او نور په لارو کوڅو کې لګیدلي دي.

خو په دغو بریدونو کې د پیښ شوي سر د زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د هرات ولایت د پولیسو قوماندان هم پدې ولایت کې د طالبانو د څو راکټي بریدونو خبر ورکوي.

د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخیل، وویل چې د اوبه، ادرسکن، گلران، کشک رباط سنگي او شینډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې د رایو ورکولو په مرکزونو باندې د طالبانو راکټي بریدونه او ډزې شوي چې مرگ ژوبله یې نده اړولې.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *