جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په لوګر کې ټاکنيز بهير له ستونزو سره مخ دى

په لوګر کې ټاکنيز بهير له ستونزو سره مخ دى

د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالرحمن محبت  ويلي دي  چې د ځينو ستونزو له امله تر اوسه دلوگر د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان، د څرخ ولسوالۍ د مولانا يعقوب او د خوښۍ ولسوالۍ دوبندي سيمې ټاکنيزو مرکزونو ته ټاکنيز توکي نه دي رسېدلي.

ده زياته کړه، د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو لسو ټاکنيزو مرکزونو ته بيا خلکو تر اوسه مراجعه نه ده کړې.

د هغه په وينا، دغو مرکزونو ته تر اوسه ځکه خلکو مراجعه نه ده کړې چې له طالبانو وېرېږي چې کومه ستونزه ورته جوړه نه کړي.

دى وايي: ((موږ له امنيتي ارګانونو سره په اړيکه کې يو، څو دغه ستونزې هوارې کړو او خلک په ډاډه زړه رايه ورکړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *