جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کندهار کې ټاکنې يوه اوونۍ وځنډيډې

په کندهار کې ټاکنې يوه اوونۍ وځنډيډې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کندهار د خلکو په غوښتنه په کندهار  کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډېدې.

له ارګ رسنیو ته رسېدلې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز ملي امنیت شورا د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن غرمه( د جمعې په ورځ) د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

“د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي”.

ارګ دا هم وايي، چې په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړي.

د دې اعلامیې له مخې، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست په وړاندیز ولسمشر د کندهار مخکېني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.

له دې مخکې د افغان ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي خپل ټوېټر کې لیکلي و چې د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې دا پرېکړه وشوه:

“د کندهار د خلکو په غوښتنه، د ټاکنو خپلواک کمېسون په وړاندیز ملي ا منیت شورا بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډېږي

د شاه حسین مرتضوي له ټوېټ مخکې رویټرز خبري اژانس هم لیکلي و، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د دغه هېواد له امنیت شورا غوښتي چې کندهار کې ټاکنې وځنډوي.

دارگ په خبرپاڼه کې ليکل شوي دي (د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي.  په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.)

دا ګام په کندهار کې د تېرې ورځې له برید وروسته دی چې پکې د دغه ولایت امنیه قومندان، د امنیت مشر ووژل شول.

ټاکلې ده سبا له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *