جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دولت د کندهار پرونۍ پېښه څپړي

دولت د کندهار پرونۍ پېښه څپړي

د کندهار د پېښې د څېړنې  لپاره د ملي امنيت د عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ يو لوړپوړى امنيتي پلاوی کندهار ښار ته رسېدلی دی.
تېر ماخوستن په كابل كې د هېواد لوى درستيز ستر جنرال محمد شريف يفتلي يوې خبري غونډې ته ويلي ، دغه پېښه پرون مازديګر شاوخوا درې بجې او ۳۰ دقيقې د ګلبدين په نوم د کندهار د والي د يوه ساتونکي لخوا، چې يو نفوذي کس و، رامنځته شوې، چې هدف يې د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او ځينې نور مسوولين وو.
هغه زياته كړه، د ياد كس په ډزو جنرال عبدالرازق او د كندهار د ملي امنيت رئيس جنرال عبدالمومن حسين خېل وژل شوي دي.
بل پلو د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال لوی پاسوال اختر محمد ابراهيمي ويلي دي ، په پېښه کې د کندهار والي توريالى ويسا او په جنوب کې د ملي پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان جنرال نبي الهام ټپيان شوي

په ورته مهال راپورونه وايي، د كندهار د ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس او د دغه ولايت د ملي ټلويزيون يو انځور اخيستونكى هم وژل شوي،

والي توريالى ويسا، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان امام نظر بهبود، درې بهرنيان او يو شمېر نور كسان ټپيان دي.

دا بريد، چې د ملي يووالي حكومت د مشرانو، هند، پاكستان او ځينو نورو هېوادونو له لوري غندل شوى، مسووليت يې طالبانو منلى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *