جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ذبیح الله مجاهد: طالبانو په دوحه کې له خليلزاد سره کتلي

ذبیح الله مجاهد: طالبانو په دوحه کې له خليلزاد سره کتلي

طالب وياند ذبیح الله مجاهد  په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې د اکتوبر پر١٢ يې په دوحه کې طالبانو  د امريکا له استازي زلمي خليلزاد سره کتلي نورې خبرې په پاڼه کې

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشراو اعضاؤ د امریکې د مذاکراتي ټیم سره په دوحه کي وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت،  د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم  چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال  محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر اعضاء محترم شیخ  شهاب الدین دلاور ، محترم قاري دین محمد حنیف ، محترم الحاج محمد زاهد احمدزی او محترم  محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا  مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله ، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه  نیټه په دوحه کې وکتل او د اشغال په خاتمه اود افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې. داسلامي امارت استازو دمشکلاتو دحل او واقعي امن په راتلو کي دخارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل  اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي. په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې  خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې  دوام ورکوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۰/۲/۴هـ ق
۱۳۹۷/۷/۲۱هـ ش

ــ ٢٠١٨/١٠/١٣م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *