له اسراییلو سره پر پوله په غزې کې د لاریون په درشل کې د اسراییلو دفاع وزیر ويلي دي ک چې غزې تړانګې ته ‘سم لاسي د سون توکو’ رسول ودرول شي
له بله خوا اسراییلي پوځ ۷ فلسطینیان وژلي دي او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړي دي .
د اسراییلو دفاع وزیر اویګدور لیبرمن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ”په غزه تړانګه کې د جدي پېښو په درشل کې، دفاع وزارت د سون توکو د استولو سم لاسي درولو امر کوي.”
په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې فلسطینیان له اسراییلو سره پر پوله لاریونونه کوي چې تر اوسه ۲۰۰ فسلطینیان د اسراییلي پوځ په ډزو وژل شوي دي.
فلسطینیان غواړي خپلو هغو خاورو ته د ستنېدو حق ترلاسه کړي چې د اسراییلو په رامنځ ته کېدو سره دوی ترې شړل شوي دي.