جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ترکيه وايي خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوى

ترکيه وايي خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوى

ترکي چارواکو ويلي دي چې  په سعودي کونسلګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په تړاو غږیز او ویډیويي ثبوتونه لري.

ښاغلی خاشقجي، چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې، د اکتوبر پر دویمه ترکیه کې د سعودي کونسګلرۍ ودانۍ ته له ننوتو وروسته نه دی لیدل شوی.

د دغې موضوع څېړونکې ډلې ته یوې نژدې سرچینې وویل:

”ترکي استخباراتو د وژنې ثبوتونه تر لاسه کړي دي. ”

وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې کونسلګرۍ ودانۍ کې د لاس او ګرېوان کېدو یوه پېښه شوې ده.

بل لور ته د ترکیې یوې امنیتي سرچینې د یوه ویډیو او اډیو یا غږیز کلیپ شتوالی تایید کړی دی، خو دا معلومه نه ده، چې له ترکي چارواکو پرته بل چا هم دغه کلیپ لیدلی که نه.

یوه ثبوت کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیدلی، د څو سړو غږونه اورېدل کېږي، چې ښاغلی خاشقجي وهي، ډبوي، وژني یې او ټوک، ټوک یې کوي.

ترکي ټلویزیون له دې مخکې د هغه مهال ویډیويي کلیپ خپور کړی و، چې ښاغلي خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوځي. نوموړی هلته د واده اسنادو تر لاسه کولو لپاره تللی و.

په یوه بل خپاره شوي کلیپ کې بیا یو شمېر سړي لیدل کېږی، چې ترکیې ته راځي او بېرته ستنېږي، دغه سړي د سعودي څارګرې ادارې کارکونکي بلل شوي دي

ترکیه کې رسنیو دا د ۱۵ کسانو یوه پیاوړې ډله بللې، چې ویل کېږي د خاشقجي په تري تم کولو کې ښکېل دي. بي بي سي ته ویل شوي، دغو کسانو کې یو ماهر مطرب نومېږي، چې لندن کې اوسي او د استخباراتو ډګروال دی او یو بل کس بیا د عدلي طب کار پوه دی.

ترکيه تر اوسه رسماً وايي، چې خاشقجي تري تم دی، خو دوی وايي (باوري) دي، چې هغه وژل شوی دی. بل لور ته ترکي چارواکو له سعودي عربستان سره په شریکه د څېړنې هوکړه کړې او دې لړ کې د جمعې پر ورځ یو سعودي پلاوی هم انقرې ته رسېدلی دی.

ویل کېږي له دې یوه ورځ مخکې د سعودي شاهي کورنۍ یو غړی شاهزاده خالد الفیصل په یوه لنډ سفر ترکیې ته تللی، چې ویل کېږي هدف یې د سعودي شاهي حکومت لخوا له ترکیې سره دیپلوماتیک کړکېچ ته د حل لارې لټون و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *