جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / سرچینه: بهرنیان غواړي د افغانستان ټاکنې وځنډول شي

سرچینه: بهرنیان غواړي د افغانستان ټاکنې وځنډول شي

بهرنیان غواړي، چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې وځنډیږي. یوې باوري سرچینې کابل نیوز ته ویلي، چې د ټاکنو بهرني ملاتړي او مرستندویان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره په خبرو بوخت دي، څو پارلماني ټاکنې له ټاکلې نېټې لس او یا هم شل ورځې وروسته ترسره شي. بهرني مرستندویان وايي، چې دوی د بایومټریک پر سیسټم څو میلیونه ډالره مصرف کړي او که دا سیسټم په افلاین بڼه ترسره کیږي او ټولو سیمو ته پر وخت ونه رسیږي، نتیجه نه ور کوي. خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ټاکنې پر خپل وخت ترسره کیږي او په هیڅ توګه به نه ځڼدیږي. خو بهرنیان په دې باور دي چې په راتلونکو نهو ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه شي کولای، د بایومټریک سیسټم په ټولو سیمو کې فعال کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې پارلماني ټاکنې به د میزان پر ۲۸مه ترسره کیږي او د ترسره کېدو په نېټه کې به یې هیڅ راز تغییر رانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *