جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په پاکستان کې یو قاضي شوکت صدیقي گوښه کړاى شو

په پاکستان کې یو قاضي شوکت صدیقي گوښه کړاى شو

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلام اباد د عالي محکمې یو قاضي شوکت عزیز صدیقي له دندې لیرې کړ

د پاکستان د قانون وزارت په یوې اعلامیې کې وایي چې ولسمشر عارف علوي د دغه ملک د سترې محکمې د قضایي شورا سپارښتنه ومنله او قاضي صدیقي یې د دندې گوښه کړ.

د یادونې وړ ده چې صدیقي د روان کال د جولایي په میاشت کې د پاکستان  په ځينو ادارو  تور لگولی و چې د محکمې په کارونو کې مداخله کوي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *