جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دانگليستان ملکې سلمان رشدي ته دميړني نوم اودsir درجه ورکړه!

دانگليستان ملکې سلمان رشدي ته دميړني نوم اودsir درجه ورکړه!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
هغه چا، چې د شيطانى اياتو کتاب ليکلى و او مسلمانان يې خورا خواشيني کړي وه د ٢٠٠٨ عيسوي کال دجون په مياشت کښې دانگليستان دملکې لخوا ونازول شو او د ميړني او sir درجه ورکړ شوه . د sir درجه د ډېرو لوړو کورنيو انگليسي مشرانو ته ورکول کيږي . يعنې هغو ته ، چې ډېر کلونه يې دشاهي دولت چوپړ کړى وي يا يې په جگړو کښې برخه اخيستي او سوبه يې تر لاسه کړې وي ، دميړني (بهادر) امتياز او نوم ورکول کيږي او دې ځاى درسمي مراسمو د سرته رسولو په سر او مشرۍ کښې ولاړ وي . يوه پاڼه او نښان يې هم ورکړى دى . لکه دافغانستان لمر عالي نښان .
انگليستان ، چې وايي له مسلمانانو سره تعصب او کرکه نه لري، بيا دا وړ کار نه و ،ځوانمردي او مېړانه په نهمه ميلادي پيړۍ کښې دافغانستان په ساکستان کښې منځته راغله او دميړنو دولت جوړ شو . ملک الدين والدنيا يعقوب ليث صفار و .
ده ، چې کوم اصول دميړنې او ځوانمردۍ درلودل . دغه اصول په يوولسمه پيړۍ کښې اروپا ته ورسېدل او هلته يې په بله بڼه وده وکړه ، چې خپله بڼه يې نه وه .
يعنې هغه دومره بدله شوه ، چې اوس دانگليستان ملکې دا نوم سلطان رشدي ته ورکړ ؛ هغه ، چې سل په سلو کښې بدل و .
دلته به ديعقوب ميړني پادشاه په اړه ځينې خبرې درنو لوستونکيو ته وړاندې شي:
((ميرخواند)) په روضة الصفا کښې داسې ليکلي : يعقوب ډېر هوښيار او دعقل خاوند و ، سياست او سخاوت يې بې سارى و ، هر څوک به ، چې ده ته ديو کار لپاره راغى ؛ نو ده به داپوښتنې ورڅخه وکړې : وسله کارولى شئ؟ غشى ويشتى شئ؟ بيا به يې وپوښتنه : دومره موده مو څه کول او له چا سره وئ؟ په کومه جگړه کښې دې گډون درلود؟
بيا به يې حکم وکړ،چې يو کال دده لپاره خواړه ، کالي ، ځاى او نور داړتيا شيان ورکړئ ، که دغه سړى ديوه کال له تېرولو وړاندې نور څه وغوښتل ؛ نو ټول هغه څه يې ، چې ورکړي وه ، بېرته ترې اخستل .
په جگړو کښې به يې خپلو عسکرو ته اجازه نه ورکوله ، چې له چانه څه واخلي او لوټماري وکړي ، ده دتشريفاتي عسکرو ډېر ښه کالي درلودل ؛ دسروزرو او سپينو زرو گزونه يې په لاس کښې وه ، خو خپل کالي به يې له خمتا جوړ شوي وه ؛ ډوډۍ او پياز به يې خوړل . دې په دې گروهنه و ، چې که سردار او مشر د خوارانو په شان خواړه وخوري او کالي واغوندي ؛ خوارانو ته به يو تسل وي .
دانگليستان ملکې په سلمان رشدي کښې کوم داسې څه ليدلي وه ؟ کوم ليک ، چې المتعمد دبغداد خليفه ديعقوب په نوم ليکلى ؛ په هغه کښې يې ويلي : ټول هېوادونه ، چې ستاسو په لاس کښې دى ، هغه مو تاته سپارلي ،يوازې دا ، چې په خطبه کښې به زمونږ نوم اخستل کيږي . همدا به مو بس وي .
ميړنيو او او ځوانمردانو ته عيار هم وايي او په عربي کښې ورته فتى هم وايي.
دا دافغانستان لپاره يو ميراث دى ، چې په خپله ژبه او وينا ولاړ وي ، يو ميړنى دبل تاوان په خپله گټه کښې نه غواړي، خو دنورو په گټه کښې خپل تاوان مني ، کمزورى سړ ىنه ځوروي .
پر اسيرانو لاس نه پورته کوي.
بې وزلو سره مرسته کوي .
بد او ظالم له مظلوم ليرې ساتي .
رښتيا وايي ، رښتيا اوري او قضاوت په خپله کوي .
دچا مالگه او ډوډۍ يې ، چې خوړلې وي ، له هغو سره بد نه کوي ، پښتونولي همدا ده .
يو شاعر داحمد شاه بابا په اړه داسې وايي:
اختر برج شرف،گوهر بحر فتوت
شۀ شاهان جهان احمدشاه والا تبا
دسيستان په تاريخ دگرشاسب بابا خبرې په همدې توگه راغلي دي .
ځوانمردي او مېړانه ښه خوى دى ، همدا کبل دى ، چې پښتنو په لومړي سر کښې اسلام ومانه او پر اسلام ولاړ دي ؛ ځکه ، چې اسلام د دوى په فطرت کښې اخښکل شوي ، خو اوس پانگوال هېوادونه شا او خوا را تاو دي .
دافغانستان مشران ، چې دصفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو ، هوتکو او ابداليو په واکداريو کښې ول ، ټول دځوانمردۍ او ميړانې لرونکي ول .
پښتونواله هم مېړانه ده ، خو گرانه دا ده ، چې اروپايانو او امريکايانو د ځوانمردۍ او اسلام پسې راخستې ده .
دسلمان رشدي نازول دانگليستان دملکې له خوا همدا ښيي ، اعليحضرت ازاد شاه ، چې په اذر بايجان کښې واکداري کوله او بيا يې په اصفهان کښې پادشاهي لرله ، يو ميړنى و ، چې مېړانه يې خپله لار گرځولې وه ، په همدې لامل که دپښتونولۍ پر جرړو پسې څوک وگرځي . دا به په لرغوني تاريخ کښې او دهمدې تاريخ په ډېرو پړاوونو کښې وليدل شي ، له بده مرغه درې پېړۍ کيږي ،چې اسيا ، افريقا او امريکا له اروپا او په تېره بيا له انگليسانو سره مخ شوې او پر له پسې له دوى سره جگړې دي ، کله ، چې انگليسان امريکا ته راغلل ١٤٩٢ عيسوي کال و .
په امريکا کښې سره يو شان ول ، هغوى يې ورک کړل اويو نوى هېواد يې ترې جوړ کړ . دادى ، چې بيا خوځېدلي افغانستان ، عراق يې په لږه موده کښې پنځه اويا په سلو کښې ويجاړ کړ .
که دې زړه وي ، چې لذيذ شعر ووايم
دخوشحال غوندې پيداکړه خپل لسان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *