جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د سره صليب کمېټې ته امينتي تعهد ورکړ

طالبانو د سره صليب کمېټې ته امينتي تعهد ورکړ

طالبانو څه موده وړاندې په خپلو سيمو کې د سره صليب د نړيوالي کمېټې امينتي تعهد لغوه کړى وه اوس يې بيرته دا امينتي تعهد پرځاى کړ

په افغانستان کي د سره صليب د نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د بيا پيل په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د خپلي پاليسۍ له مخي په هيواد کي د خير ښېګڼي ټولو هغو مؤسساتو ته د فعاليت اجازه ورکوي چي د افغانستان مظلوم او جګړه ځپلي اولس ته په ځانګړي ډول د جګړې متضررينو ته د سياسي ملحوظاتو پرته د نړيوالو بشري اصولو پر اساس انساني مرستي رسوي ، دغه مؤسسات بايد د خپلو قوانينو په رڼا کي خپلي مرستي په داسي ډول تنظيم کړي چي د غير ضروري او نمايشي مصارفو پر ځای د خپلو مرستو تمرکز پر ډېرو محتاجو کسانو وکړي.

په افغانستان کي د سره صليب د نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د کميت او کيفيت په اړه اسلامي امارت يو لړ مهم ملاحظات درلودل ، د سره صليب لخوا دغو ملاحظاتو ته د نه توجه له امله اسلامي امارت د روان کال د اګست مياشتي پر ۱۴ نېټه هغه امنيتي تعهد لغوه اعلان کړ چي له مخي يې سره صليب په ټول افغانستان کي په پوره ډاډ سره خپل فعاليتونه تر سره کول ، سره صليب د اسلامي امارت لخوا د امنيتي تعهد د لغوِ له اعلان وروسته خپل فعاليتونه و ځنډول او له اسلامي امارت سره يې پر ياده موضوع د تفاهم غوښتنه وکړه.

د قطر هيواد په مرکز دوحه ښار کي د اسلامي امارت د مسئولينو او د سره صليب د نړيوالي کمېټې د مشرانو تر منځ پر هغو موضوعاتو دوې ورځي بحث وشو چي اسلامي امارت يې په اړه ملاحظات درلودل ، له بحث وروسته د سره صليب نړيوالي کمېټې د اسلامي امارت د ملاحظاتو په اړه د مثبتو اقداماتو تعهد وکړ او په افغانستان کي دسره صليب د نړيوالي کمېټې د فعاليتونو په اړه د دواړو طرفونو تر منځ توافق رامنځته شو.

د افغانستان اسلامي امارت د دغي اعلاميې له لاري هغه امنيتي تعهد چي مخکي په افغانستان کي دسره صليب نړيوالي کمېټې ته ورکړل شوی وو بيرته معتبر ګڼي او ټولو مجاهدينو ته لارښوونه کوي د سره صليب د نړيوالي کمېټې فعاليتونو ته زمينه برابره کړي او د دغي ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۴۰/۲/۲هـ ق

۱۳۹۷/۷/۱۹هـ ش

ــ ٢٠١٨/١٠/١١م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *