دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / الیزابت وېرېن: امریکا دې له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو فکر وکړي

الیزابت وېرېن: امریکا دې له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو فکر وکړي

امریکایي سناتورې الیزابت وېرېن  د افغانستان د روانې جګړې پر اوږدوالي او د امریکا پر بې پرواییو غبرګون ښودلی دی.

دوی په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه بې ضرورته بللې ده او په وینا یې د امریکایانو مالیات په داسې یوه جګړه لګول کېږي چې امریکا ته هېڅ ګټه نه لري.

امریکایي سناتورې الیزابت وېرېن په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، د افغانستان جګړه اتلسم کال ته د ننه شوه، سلګونه امریکایان پکې ووژل شول،

هر کال میلیاردونه ډالر ورباندې لګېږي خو د امریکا موخې لا هم تر لاسه نه شوې

. د نوموړې په وینا ددې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې پر خپلو سیاستونو کتنه وکړي او پر دې فکر وکړي چې څنګه له افغانستان خپل ځواکونه وباسي

. وېرېن وايي موږ باید په دې ځان پوه کړو، چې د امریکا جګړه په افغانستان کې د څه لپاره مهمه ده او ولې امریکایي حکومت په دې برخه کې بې پروايي کوي.

سناتور برني سندرز هم په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، دا جګړه نور د ټولې نړۍ لپاره ستړې کوونکې شوه. دده په خبره ددې وخت دی چې امریکا پر خپله ټوله بهرنۍ تګلاره کتنه وکړي او په دې ټوګه په نورو هېوادونو کې بې ګټې او بې اړتیا جګړې ودروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *